
د بواسیر ناروغۍ «۳» نښې او د حل لارې یې!
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د روغتیا تعلیم لپاره د جرمني فدرالي مرکز ویلي، ځینې داسې نښې شتون لري چې د بواسیر لپاره د خطر زنګ وهي، دغه نښې په لاندې ډول دي:
د بواسیر نښې:
د ډکو بولو روانېدل
په مقعد کې د خارښت او سوزش احساس کول
په ډکو بولو کې د وینې موجودیت
د جرمني یاد مرکز هغه علتونه هم په نښه کړي چې د بواسیر لامل کیږي کوم چې په لاندې ډول دي:
جینیاتي یا میراثي عوامل
د عمر زیاتوالی
چاغوالی
اوږده ناسته
د کولمو غیر منظم حرکت (قبضیت یا اسهال
ناسم خواړه
ورزش نه کول
حل لارې:
د بواسیر درملنه د وزن کموالي او د روغتیایي خوړو چې په لوړه کچه فایبر ولري په مرسته کیدلی شي، کوم چې په سبزیجاتو، تازه میوو، دال او لوبیا، د دانو ټول محصولات او مغز لرونکي خواړو کې موندل کیږي.
دغه راز د مایعاتو زیات څښل، په منظم او پرلپسې ډول تمرین او حرکتي فعالیتونه ترسره کول هم ددې په روغتیا کې مرسته کولی شي، تر څو د کولمو حرکت په سم ډول وشي.
دغه راز د یادو لارو سربېره د تشخیص، درملنې او عملیاتو له لارې هم د بواسیر ناروغۍ درملنه کیدلی شي.