روغتیا

د کرونا ویروس هغه نښې چې له پامه غورځول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د کرونا ویروس د نړۍ په شاوخوا کې په ډيره چټکۍ سره خپریږي چې تر دې دمه نږدې ۱۱۰ هېوادونو کې خپور شوی دی.

د کرونا ویروس (COVID-19) تر ټولو عامې نښې چې په اسانه موندل کیږي ستړیا ده، د روغتیا نړیوال سازمان په وینا تبه، زکام او وچ ټوخی هم د ناروغۍ عامې نښې ګڼل کیږي.

مګر د روغتیا نړیوال سازمان ځینې نورې داسې نښې په نښه کړي چې پټې او کمې خپرې شوې دي، دغه نښې په لاندې ډول دي:

د بدن دردونه

د پوزې بهیدل

د ستوني درد او انفیکشن

اسهال

او د پوزې ودریدل

د روغتیا نړیوال سازمان ادعا کوي چې ۸۰سلنه خلک له ځانګړې درملنې اړتیا پرته له کرونا ویروس څخه بیرته روغ شوي دي.

مګر هغه ناروغان چې د وینې لوړ فشار، زړه ناروغي، سږو ناروغي، سرطان او شکر ناروغي لري د کرونا ویروس څخه د درملنې لپاره اضافي د پام وړ تدابیر نیولو ته اړتیا لري.

د روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې عام وګړي دې لاسونه په پرلپسې ډول په صابون پریمنځي او له زیاتې ګڼې ګوڼې څخه دې ځان وژغوري آن که په دغه ځای کې د کرونا ویروس نښې هم نه لیدل کیږي.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې له کرونا ویروس څخه ۱۱۹۳۴۴ تنه اغیزمن شوي، ۴۲۸۹ تنه مړه شوي، او نږدې ۶۶زره تنه بیرته روغ شوي دي.

له چین څخه بهر ایټالیا دویم هېواد دی چې له کرونا ویروس څخه زیاتې مړینې په کې رامنځته شوي، دغه هېواد کې له ۶۰۰ زیات کسان مړه شوي، د هېواد ټول وګړي چې ۶۰ملیونه دي په کورونو کې قرنطین شوي، ټول بازارونه، شرکتونه، داخلې او نړیوالې لوبې، غونډې او کانفرانسونه یې لغوه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x