ټولنیزه برخه

هغه مرغه چې د ځمکې پرمخ د لومړني انسانانو ښوونکي په نوم شهرت لري

ژباړه: سمندرسباوون

دا ټولوته معلومه ده چې لومړنی قتل د آدم علیه سلام د زامنو ترمنځ واقع شو او  قابیل خپل ورور هابیل په قتل ورسوه علت یې هم د شیطان بغض او کینه د آدم علیه السلام او د هغه د اولادې پر وړاندې وه .

نو الله ﷻ د هابیل تر قتل وروسته کارغه واسطوه ترڅو انسان ته ور زده کړي چې خپل مړی څنګه ښخ کړي الله ج د دومره الوتونکو څخه ولې کارغه غوره کړ ولې الله ج کارغه د لومړي معلم په توګه غوره کړ؟

دا ځکه چې کارغه د نورو الوتونکو څخه خورا باهوشه او هوښیار دی .

علمي څیړنو دا جوته کړې چې کارغه نظر خپل جسم ته د نورو الوتونکو تر منځ د تیز هوش او مغز خاوند دی کارغان خپل منځ کې قانون او محکمه لري او داهغه څه دی چې الله ج د الوتونکو ترمنځ تنها کارغه ته په برخه کړي دي.

یو د څیړنو نه چې ثابت شوې ده هغه د دې الوتونکو تر منځ په ګډه محکمه ده .

که چیرې یو کارغه دبل کارغه ځاله ورانه کړي نو د نورو له خوا دې ته اړ کیږي چې هغه کارغه ته د جریمې په توګه د هغه ځاله ورته د سره جوړه کړي.

د هغه کارغه جریمه د نورو له خوا مرګ دی چې په ښځینه کارغه خپل ځان په زور سره ومني.

کومه کارغه چې  ماشومانو ته تیار شوی خوراک و خوري نو دهغه سزا دنورو کارغانو له خوا د هغه د وزرونه شکول دي تر څو د الوتو پاتې شي.

محکمې ته کارغان معمولا په یوه لویه زراعتي ځمکه کې را ټولیږي د محکمې مسئول په ټاکلي وخت میدان ته راځي متهم د څو قوي کارغانو تر څارنې لاندې میدان ته حاضریږي چې  هغه یې ګرد چاپیره  حصار کړی وي.

محکوم خپل سر ښکته او وزرونه واز نیسي ددې په معنی چې هغه پر خپلې ګناه اعتراف کړی دی کله چې په خپل جرم محکوم شو نو د کارغانو د ډلې له خواه د تیزو مښوکو په واسطه له منځه ځي وروسته بله ډله دهغه د جسد لپاره ځمکه کیندي تر څو هغه په کې دفن کړي او وروسته پرې خاورې اړوي.

نو همدغه وجه ده چې الله ﷻ انسان ته ددرس لپاره کارغه ولیږه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سباوون صاحب، حیرانونکی او پټ رازونه دی سبړلی ، زما د پاره په ځانګړی ډول هر څه نوی وو دا چه دا معلوماتونه مو له کومو موثقو منابعو ترلاسه کړی کشکی هغه منابع یادی شوی وی چه د لا ډیر معلومات د باره ورته مراجعه وشی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x