شعـــــرونه

د لطف الله خيرخواه نوی شعر

لطف الله خيرخواه

نهيلي ده او سخت سات دی
ډېر خفه يم زړه مې مات دی

ستا خندا او زما اوښکې
تندرونه دي برسات دی

دا ناځوانه بې رُخي دې
چې د کوم جرم کسات دی؟

زه چې ښکته نظر وړمه
ستا لېمو سره اتيات دی

سترغلي له اوبو ډک دي
خرابات دی خرابات دی

دا اوبرنګ بارخو د ښکلي
که دجله ده يا فُرات دی

يو غرور د ايمان پښو ته
په زارو او مناجات دی

د خيرخوا د حسرت ژبه
د زخمي خاطر سوغات دی

لطف الله خيرخواه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x