شعـــــرونه

نظم/ رحمت الله حکيمي

رحمت الله حکیمي

یبلې پښې څیرې ګریوان
یو ماشوم ؤ را روان
یوه پنډه یې په شاوه
د بوتلو، پلاستیکو
د چټلو کرپوندوکو
د ډوډۍ له وچو ټوکو
پاتې شونو، کړپو کړوپو
لاس ککړ او تورو نوکو
……..
د دې دنګو بنګلو څنګ کې
د یو ټوک په انتظار و
یو بوتل ته به ولاړ و
له سهاره ترماښامه
لکه سوی شین سپېدار ؤ
تر سبا به انتظار ؤ
د خالي بوتل به ترنګ شو
له خوښۍ نه به راسم شو
سمدلاسه به یې یوړو
خپلې پنډې ازوقې ته
له خپل سیوري سره تللو
خپلې سوې کنډوالې ته
…..
ګرد وهلی به روان ؤ
سره ګلونه ؤ ترې پاتې
راحتونه ؤ ترې پاتې
هوسونو ؤ ترې پاتې
قلمونه ؤ ترې پاتې
کتابونه ؤ ترې پاتې
ټول درسونه ؤ ترې پاتې
د الف او ب غږونه
اوازونه ؤ ترې پاتې
لکه منی ښکارېدلو
بهارونه و ترې پاتې
…..
ما تپوس ورځنې وکړ
څله دا لویدلې توکي
یوې بلې خواته وړې
نازک ځان پرې ژوبلوې
ده به لاس په تندي تېر کړ
د خېرنو خولو څاڅکې
یې په مخ باندې را وېړ کړ
غرېو نیولي به یې ووې
دا مې ژوند دامې روزي ده
دا مې ستړې زندګي ده
دا مې ښکلې مزدوري ده
دا مړۍ چې را پیداکړم
دا مې ټوله  بیداري ده
دا مې لویه خوشحالي ده

…….
ما وې مور او پلار دې چېرې
دی یوه شېبه شو غلی
خدایزده ويښ ؤ که خوب وړی
ما وې ځه ستړی دی ستړی
زه هم چپ شوم دی هم غلی
نا ببره یې ناره کړه
پلار مې تورې بلا وړی
له عمرونو رانه تللی
بس یوې مرمۍ خوړلی
خدایزده کومه خوا یې وړی
خو له ما یې پناه کړی
بیا ټول ژوند نه دی راغلی

…..
مور مې ښه وه راسره وه
لږ مې خوږ ژوند ته اسره وه
که د ورځې به خفه وم
هغه شپه خو به مې ښه وه
ځکه مور مې راسره وه
درد ته ستره حوصله وه
……
یوه شپه وه، مور ویده
په اسمان کې طیاره وه
غلغله وه، زلزله وه
بس یو درز مې تر غوږو شو
نور په ځان نه وم پوه شوی
کلنیک ته وم وړل شوی
په هېڅ نه ومه پوه شوی
ورځې وروسته کور ته لاړم
کور مې نه ؤ کنډواله وه
مور مې نه وه، مور مې نه وه
……
ایرې خاورې مې کتلې
په خپل سر مې بادولي
هیچاماته نه کتلې
ما به لرې غورځولې
د سپېرو لوټو په منځ کې
د ټیکري یوه ټوټه وه
مور مې نه وه، مور مې نه
………
یوه کرېغه رانه وشوه
په ځان نه ومه پوه شوی
خدایزه کومې خوا ته تللی
لکه خوب چې ومه وړی
مور په غېږ کې وم نیولی
شیبه وروسته چې را ويښ شوم
توره شپه وه ، مور مې نه وه

…….

وروسته داسې سرګردان شوم

په مړۍ پسې حیران شوم
که یو څو بوتله خرڅ کړم
یوه روپۍ به راپیداشي
یوه مړۍ به را پیداشي
یوه شپه به پرې رڼا شي
بلې شپې ته مې سودا شي
خو اخر به داسې کیږي
ستړي ژوند ته به مې شاه شي
بس مرمۍ به راپیداشي
بس مرمۍ به راپیداشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مصطفي عزيز

حکيمي صاب په قلم دي برکت شه
ډير په لوړ احساس شعر دې ليکلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x