افغانستان

ارګ اجرائیه ریاست لغوه کړ؛ خو عبدالله وایي، غني نور ولسمشر نه دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د ارګ ولسمشر «اشرف غني» په یوه تازه فرمان کې اجرائیه ریاست لغوه اعلان کړی او معاشونه او نور امتیازات یې ورباندې بند کړي.

د ارګ له ادرس څخه په خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د حوت له ۱۹ مې وروسته نور د اجرائیه ریاست په نوم رسمي جوړښت وجود نلري او ټول فرمانونه یې لغوه حسابېږي.

په خپاره شوي فرمان کې د ادارې اصلاحاتو کمېسیون ته امر شوی، څو د اجرائیه ریاست پرسونل په نورو ادارو کې مدغم او د پرسونل تشه ورباندې ډکه کړي.

بل لور ته سپېدار ماڼۍ بیا د عبدالله عبدالله له قوله په خپاره کړي فرمان کې ویلي، چې د عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو سره هم مهاله د ملي وحدت حکومت دوره پای ته رسېدلې او نور د «پخواني ولسمشر» اشرف غني فرمانونه اعتبار نه لري.

په خپاره شوي پیغام کې د اجرائيه ریاست مسئولینو ته امر شوی، چې خپلو دندو ته په عادي ډول دوام ورکړي او ویل شوي، چې عبدالله عبدالله به ډېر ژر نوی اجرائیه رییس وټاکي.

یاده دې وي، چې درې ورځې وړاندې اشرف غني او عبدالله عبدالله په ارګ کې دننه په هم مهاله ډول د لوړې مراسم ترسره کړل او  هر یوه یې ځان ولسمشر وباله.

د سپېدار ولسمشر عبدالله عبدالله د ټیم دویم مرستیال «اسدالله سعادتي» وايي، د لوړې له مراسمو وروسته اوس د کابینې په جوړولو کار روان دی او ژر تر ژره به تشکیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کله چه یو ټاټوبی د وحشی غلو له خوا اشغال شوی د هغه ټاټوبی دننه ټول نهادونه غصب یا اشغال شوی او په هغو نهادو یی خپل غلامان چه له هماغه ټاټوبی یی د ع او غ په شان بی ضمیره او بی ناموسه په هغو نهادو د اشغلګرو د ګټو د پاره ګمارلی هغوی د یو رباط یا کمپیوتر حیثیت لری هماغه وایی او هغه کوی چه ورته د ویلو او کولو دستور ورکړی شوی مګر دیو خپلواک چارواکی تمثیل کوی . عبدالله هم سمه وایی چه غلام غنی ولسمشر نه دی ولسمشر د ولس له خوا د ولس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x