افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: تمه لرو بین الافغاني مذاکرات په سلو ورځو کې دننه یوې پایلې ته ورسېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، هیواد یې په دې تمه دی، چې طالبان او افغان جهتونه له یو بل سره کېني او د امریکایي ځواکونو د وتلو په ابتدائيې دوره «۱۳۵ ورځو کې» بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

خلیلزاد له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال وویل، چې دی تمه لري، حکومت به ژر تر ژره یو همه شموله پلاوی وټاکي او د افغانانو خپلمنځي خبرې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ابتدائيي دوره کې یوې پایلې ته ورسېږي.

دده په قول، د مذاکراتي ټیم په تشکیل کار روان دی او د عبدالله عبدالله په ګډون ټول لوري راضي دي، یوازې يو پلاوی له طالبانو سره خبرو ته ولېږي.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې له طالبانو سره د ټرمپ تلیفوني خبرو څه مفهوم خپرولای شي، وویل « ټرمپ غوښتل هغه څوک وویني، چې دی ورسره توافقنامه لاسلیک کوي، درک کړي، چې هغوی کړو ژمنو باندې وفا کولای شي یا نه؟ او داسې یو پلان هم په نظر کې دی چې ښایي نوموړی له طالب مشرانو سره امریکا کې وویني.»

نوموړي له طالبانو سره له کړي تړون خوښ ښکارېده، هیله یې درلوده چې هغه مات نشي او په خبره یې، له طالبانو سره د توافقنامې د لاسلیک په مهال یې د «امیدوارۍ» احساس درلود؛ خو دا احساس یې نه درلود، چې جشن دې ونیسي.

د حکومت له لوري دوحې ته له طالبانو سره د خبرو په نیت تللي پلاوي په اړه خلیلزاد وویل، چې طالبانو تر دې دمه ورسره لیدلي نه دي؛ خو ورته ښایي چې ورسره وویني « ځیني منفي خبرې راپورته شوې، یوه لوري ویل، چې اصلا د بندیانو موضوع مهمه نه ده، نور موضوعات مهم دي او طالبانو هم یو څه منفي خبرې مطرح کړې؛ خو طالبانو ته ښایي، چې ورسره وویني.»

د خلیلزاد له قوله، د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي؛ خو دی نه غواړي د ځای په اړه یې مالومات شریک کړي، ځکه دده په نظر، د افغانستان دننه او د باندې ځیني داسې کړۍ شته، چې د افغانستان په روان حالت کې ګټه ویني او د سولې د توافقنامې د بریالیتوب په لاره کې خنډونه اچوي.

کله چې خبریال وپوښتل له افغانستان څخه خامخا وځئ؟ خلیلزاد وویل، که چېرې طالبان په خپلو ژمنو ودرېږي، د امریکا او متحدینو ګټو ته خطر پېښ نشي او د افغانستان خلګ زموږ د ځواکونو شتون نور دلته ونه غواړي، موږ تیار یو له دې هیوداد څخه ووځو.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ځواکونو وتل په شرایطو اړه لري؛ ځکه دده په قول، که امریکا پرته له شرایطو وتل غوښتی نو لکه څنګه چې يې ځواکونه بې له اجازې راغلي وو همداسې بې له اجازې ایستلای هم شوای.

بشپړه مرکه دلته وګورئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د مخلوقاتو له ډلی پیریان او انسانان هغه دوه ډلی دی چه د شو او بدو به انتخابولو کی ازادی او د انتخاب حق لری د دی ښو او بدو د انتخابولو دپاره یی په پیریانو او انسانانو کی د همدوی له جنسه شیاطین او پیغمبران هم ټاکلی چه شیاطین ورته د دوی د حرص لرلو له امله وسوسی او پیغمبران ورته الهی لارښودنی رسوی په دی اړه لری چه څوک فطری بدمرغه او یا فطری نیک مرغه دی . به هر صورت، هر هغه څوک چه کفر یا حق پټونه انتخابوی هغوی ټول شیاطین دی مهمه نه ده چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x