په کراچي کی د سعودي پر قونسلګری باندي برید شوی

saudi_emabacy_karachiنن ټکی اسیا: په کراچي کي د سعودي عربستان پر قونسلګرۍ باندي د لاسي بمونو برید وسو، خو خبرونه وايي چي په پيښه کي هیڅ چاته کوم زیان نه دی رسیدلی.

دغه برید چي د اسامه بن لادن د مړیني لس ورځي وروسته تر سره شوی، په اړه يی ګمان کيږي چي کیدای شي د القاعده شبکې د خواخوږو یو انتقامي رد عمل وي.

د القاعده شبکې رسمي سرچینو خبر ورکړی وو، چي د القاعده شبکې مشران د مسلمانانو او خپلو خواخوږو څخه غوښتنه لري، چي د اسامه بن لادن د شهادت انتقام د امریکایانو او د هغو د پلویانو څخه واخلي.

د یادوني وړ ده چي اسامه بن لادن چي د سعودي عربستان تابعیت یي درلود، د سعودي حکومت د نومړي دغه تابعیت په کال ۱۹۹۴ کي ضبط کړی وو.

په یو وروستي بیان کي چي په دې وروستیو کي د القاعده شبکې په رسمي سایتونو باندي نشر شوی، په سعودي او یمن کي د القاعده شبکې مشر ناصر الوحیشي امریکا ته په خپل پیغام کي ویلی: تاسو جګړه دومره اسانه مه بولی، او دا فکر مه کوی چي د اسامه په مرګ به تاسو خلاص سی، راتلونکی ستاسو لپاره ډیر سخت او ضرري دی، هغه وخت به تاسو د ندامت او شرمندګی ګوتي په غاښ کړی، او د شیخ په ژوند په سي به ارمان وکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د