دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي تاریخ سخته معرکه

ژباړه: حمدالله حلمیار

وایي د حضرت انس رضی الله عنه په وړاندې چې به د (تستر) د فتحې یادونه وشوه نو ژړل به یې:

تستر د تاریخي فارس د حدودو د یوې سترې او مظبوطې کلا او د کلا به منځ کې ښار نوم وو، دا کلا یو نیم کال د اسلامي لښکرو تر کلکه محاصره او کلابندي لاندې وه، له ډیرو هڅو وروسته چې کله مسلمانان د وروستي اوپریکنده برید لپاره پر کلا ورغلل، نو د فتحې څرکونه وځلیدل، غازیان په ډیره میړانه وجنګیدل، د مجوسیانو له مړیو څخه میدان ډک شو، ټوله ورځ او شپه شدید جنګ روان وو، سهار مهال د اسلامی لښکرو پله درنه شوه، لمرختو مهال یې د فارسي لښکرو سیلاب مات او پر کلا ورواوښتل او اسلامي لښکرو له یوه سخت او اوږده انتظار وروسته ستره سوبه ترلاسه کړه…

اوس که د تستر د فتحې کیسه دومره په زړه پورې او ولوله پارونکې ده نو بیا ولې حضرت انس رضی الله عنه ددې سترې سوبې په یادولو ژاړي!؟

کیسه داسې وه چې کله مسلمانان فاتح تستر ښار ته ننوتل نو ویې لیدل چې لمر ښه لوړ راختلی او د سهار لمونځ ترې قضا شوی ده، انس رضی الله تعالی عنه او نور مسلمانان د سهار دلمانځه په قضا کیدلو سخت خپه شول… سره له دې چي دوی عذر درلود، مرګ یې پر سر ولاړ وو، د جګړې ټاکونکې شیبې وې، د اعلاء کلمة الله لپاره د پیل شوې معرکې وروستۍ شیبې وې …

انس رضی الله عنه فرمایي: دې پېښې مې د فتحې د خوشالۍ خوند رانه هیر کړ…

هغه عظیم خلګ وو چې د الله جل جلاله د اوامرو پوره پاپنده وو، فتحو او نصرتونو یې پښې ښکلولې!

هغه پاک نفسونه وو چې د الله عبادت یې د ژوند تر ټولو
ستر هدف باله…

یا الله موږ ستا پر لاره سم کړې!

پروردګاره ته مو ستا د عبادت او محبت په راز او خوند پوه کړې.

اللهي ته مو له هغو شیطاني وسوسو او نفسي بهانو وساتې چي ستا له عبادت او ستا له لارې مو ګرځوي.

آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

أمين يا ربالعالمين

جمبل

امین ثم امین

عبدالواحد

d درسول الله (ص) اواصحابوکراموپه دورکی حتی ترتابعینو(۱۵۰ کاله یعنی یوه نیمه پیړۍ ) عقلی کتابونه بیله قرآن حکیم شانه یاسوځل کیدل یاپریمینځل کیدل مذهبونه اوایمامان نه ووټول عمل پرقرآنکریم ووتردوی وروسته هرڅه چی جوړسوی دی بدعت (لویه ګناه)ده داټول شیان له عقلو(ځانو) جوړسوی دی دالله عبادت په سپورت مه تعبیروی لویه ګناه لری که زمادامنۍ چاچه قرآنکریم په ترجمه نوی پیادکړۍ دمفسیدینوفسادته دین مه برابروۍ مه بل دینی کتاب وایاست،رسول الله (ص)فرمایی: که زماحدیث دقرآنکریم مخالف ووماندۍ ویلۍ نوچه دچا دقرآنکریم هدایات پوره نوی زده څه پوهیږی چه داحدیث صحیح دۍ اوکه مفصدینودفساد دپاره جوړکړۍ دۍ همداسبب دۍ چه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x