د سولې څارنظــر

امریکا بالواسطه سوله تخریبوي!

یاسر افغان

له اوږدې جګړې او اوږده انتظاره وروسته بالاخره څو ورځې وړاندې، چې د کب یا حوت ۱۰ لسمه نیټه وه او د فبروي له ۲۹ نیټې سره برابره وه، د امریکایي اشغالګرو او طالبانو ترمنځ له ۱۹ میاشتو مذاکراتو وروسته، په قطر هیواد دوحه کې چې د ګڼو هیوادونو استازي، خارجه وزیران پکې ګډونوال وو؛ یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک شو چې یاده موافقه له لاسلیک سره سم د هیوادوالو له درانه هر کلي سره مخ شوه هیواد والو یې خورا دروند هر کلي وکړ.

په لاسلیک شوې موافقه لیک کې په غټو ټکو لیکل شوي وو چې په ۱۰ د مارچ به بین الافغاني خبرې پیل کیږی او د بین الافغاني خبرو وړاندې به ۵۰۰۰ زره طالب بندیان او ۱۰۰۰ تنه د کابل ادارې بندیان ازادیږي.

نن چې د مارچ ۱۱ ده نه بین الافغاني خبري پیل شوې نه طالب بندیان ازاد شول نو معلومه شوه چې امریکایان پخپله ژمنه کې پاتې راغلي.

آیا امریکایان کړې ژمنې نشي پوره کولای؟ بلکل یې پوره کولی شي.

خو له ښکاره خنډونو او بندونو داسې پریښي چې امریکا هڅه کوي تر څو بالواسطه سوله تخریب کړي،
د کابل اداره چې د جانکیری په منځګړتوب رامنځته شوې، له اولې ورځ يې تهداب د امریکایانو لخوا ایښودل شوی.
خرڅ، خوراک، معاش، پتلون، وریجې، غوښې، ټانګ، ټوپک، مرمۍ، توپ دا هر څه د امریکا له لوري ورکول کیږي.

د د دوی په وینا د ولسمشر انتخاب یې هم د امریکا له لوري کیږي.

نو اوس څنګه یاده اداره سرې او شنې کرښې باسي؟

پداسې حال کې چې مونږ مخکې لیدلي، چې د یادې ادارې شنې او سرې کرښې همدغو امریکایانو ژیړی کړې.

آیا امریکا په غني خپلي غوښتنې نشي منلای؟

آیا پخوا امریکا په غني خپلې غوښتنې ندي منلي؟

مونږ په امریکا غږ کوو چې بالواسطه دې سوله نه تخریبوي، پخپلو کړیو ژمنو دی عمل وکړي، لاس ته ورغلی فرصت دې له لاسه نه ورکوی.

غني دې له سرو او زیړو کرښو تیر کړي، مخکې له بین الافغاني مذاکراتو دواړه لوري بندیان ازاد کړي تر څو په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام ته لاه هواره شي…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کلک

“خرڅ، خوراک، معاش، پتلون، وریجې، غوښې، ټانګ، ټوپک، مرمي، توپ داهر څه دامریکا له لوری ورکول کیږی،”

دا پاسنۍ ټول مصارف چی امريکايي حکومت ته ورکوي! طالبانو خپل مصارف له کوم ځایه کوی؟

جمبل

نوم مو کلک خو پوښتنه مو ډیره سسته ده ټوله هغه هیوادوال چی د دین او د هیواد سره مینه لری په هر ځای کی چی اوسی د طالبانو کرامو او د آزادی غوښتونکو مبارزینو سره مرسته کوی ، د دی مبارکو مصرف لږ دی په وچه ډوډی پالی ، قصرونه ، بنګلی او د شو موټران او زر او زیور نلری ، د یوی فتح سوی پوستی په غنیمت سره لس نوری فتح کوی او د یوی قرارګاه په نیولو سره لس نوری نیسی . دا د ایمان او ټکنالوژی او د مسکین غریب او زورورو زروالاوو جګړه ده… نور لوستل »

جمبل

امریکا او نورو ملاتړو یی څه مکرونه او شیطانت چی یی په افغان نړیواله جکړه کی وکړل هیڅ کومه ګټه یی ونکړل خو تاوان ډیر وکړ .
څومره چی جګړه اوږدیږی د امریکا او ملاتړو بیخ نور هم سستیږی ، ورځ تر بلی بیعزته کیږی خو د افغان مجاهدینو ریښی نوری هم ټنګیږی او عزت یی ورځ تر بلی ډیریږی .
امریکایان او غلامان دی دا پوره زړه ته واچوی چی دوی الله سبحن تعالی او موئمنین نسی تیرایستلای .
آخری فتح به هرومرو د مجاهدینو وی ان شاءالله تعالی

الحاج استاذ بیانزی

یاسر افغان صاحب ! مونږ هم حیران باتی یو چه امریکا هم ورول او هم بندول ولی کوی غلامان کله هم بادارانو ته سری او شنی کرښی نه شی راکښلی مګر د کومو مواردو او پلانو له مخی امریکا خپلی سری او شنی کرښی په غلامانو کاږی یو دلیل یی دا هم کیدی شی چه هیوادوال او نړیوال یی په خپلواکی خطا باسی، مګر هغه خلک جه سیاسی پوهه یی لږ کمه وی نور په دی پوهیږی چه که غوا توره ده شدی یی سپین دی. په استعماری قدرتو پوره باور د ناپوهو کار دی، د استعماری قدرتو دوست او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x