روغتیانړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس رسما «نړیواله وبا» اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس چې نږدې ټوله نړۍ کې خپور شوی په رسمي ډول «نړیواله وبا» اعلان کړه او ټینګار یې کړی چې لا یې هم مخه نیول کیدلی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په تیرو دوه اونیو کې د پخوا په پرتله د کرونا ویروس له چین څخه بهر ۱۳ چنده او د هېوادونو شمېر ۳ چنده زیات شوی دی.

د یاد سازمان مشر ډاکټر تیدروس ادانوم ویلي، پر دې خبره سخت اندیښمن دی چې په نړیواله کچه د کرونا وېروس مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي پورته شوي، خو نوموړي پر حکومتونو غږ کړی چې ددې وبا مخنیوي لپاره باید هېوادونه بیړني او زړور ګامونه پورته کړي.

ښاغلی ډاکټر تیداروس ادانوم زیاتوي، له ۹۰سلنه زیات پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره یوازې په ۴ هېوادونو کې موندل شوی، وروستي ۱۰سلنه په ۱۱۰ هېوادونو کې ده. د نوموړي په وینا، «ګڼو هېوادونو ثابته کړه چې دا ویروس کنترول کیدلای شي».

تر دې دمه د کرونا ویروس د نړۍ په ۱۱۴ هېوادونو کې خپور شوی چې یوازې په ټوله اروپا کې تر دې مهاله ۹۳۰ تنه مړه شوي او ۲۲زره پرې اخته شوي دي. ددې له برخې ایټالیا کې د کرونا ویروس کچه په چټکۍ سره روانه ده، تر دې دمه ۸۲۷ کسان وژل شوي او له ۱۲زرو زیات پرې اخته شوي دي.

د برتانیا روغتیا مرستیاله وزیره هم پر کرونا ویروس اخته شوې چې له هغه وروسته په خپل کور کې قرنطین شوې ده. دغه هېواد کې ۸ تنه له کرونا څخه مړه شوي دي.

د جرمني صدراعظمې انجلا مرکل ویلي، د هېواد ۷۰سلنه وګړي یې چې نږدې ۵۸سلنه کیږي، په کرونا ویروس اخته کیدلی شي.

ایران کې د پارلمان ۲۶ غړي پر کرونا اخته شوي، دغه هېواد په منځني ختیځ کې د ویروس خپریدو اصلي سرچینه ګڼل کیږي، د ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون په پاکستان او افغانستان کې هم له ایران څخه ویروس خپور شوی دی. ایران کې کرونا ۳۵۴ کسان وژلي دي.

د امریکا له ۵۰ ایالتونو څخه یې په ۳۷ کې کرونا خپره شوې ده، وروستي راپورونه ښيي په دغه هېواد کې ۹۰۰ کسان پر کرونا وبا اخته شوي او ۳۱ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نړۍ روغتیایي څیړنیز مرکزونو څرګنده کړې چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره به د واکسین بشپړ چمتو کېدل لږ تر لږه ۱۸ میاشتې وخت ونیسي.

کرونا ویروس ته په رسمي ډول د «کووید ۱۹» نوم ورکړل شوی و چې اوس د نړیوالې وبا په توګه اعلان شوه، د چین له هوبای ایالت ووهان ښار څخه پرته له «انتراتیکا» څخه د نړۍ ټولو وچو ته خپور شوی دی.

چین کې پر دغې وبا نږدې ۸۱زره کسان اخته شوي، چې له مخې یې له ۶۰زرو زیات بیرته روغ شوي خو ۳۱۵۸ تنه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې وړاندې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کالونو کې د سارس په نوم وبا خپره شوې وه چې نږدې ۸زره کسان یې وژلي وو، پوهان د کرونا وبا هم د سارس یو ډول بولي چې شونې ده له هغې زیاته مړینه رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x