روغتیا

چین د کرونا ویروس مخنیوي لپاره چمتو کړي «۱۶» عارضي روغتونونه وتړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): له چین څخه د تیر کال په دیسمبر میاشت کې خپور شوی کرونا ویروس که څه هم اوسمهال نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي خو په چین کې یې اغیز نږدې له منځه تللی دی.

چین د کرونا ویروس مخنیوي لپاره هغه شپاړس عارضي روغتونونه چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره یې په چټکۍ سره چمتو کړي وو بند کړل.

چینایي راپورونه وایي، تېره ورځ په یادو روغتونونو کې ۴۹ وروستي ناروغان له کرونا ویروس څخه له رغېدو وروسته کورونو ته واستول شول، چې له هغه وروسته یاد روغتونونه بند شول.

چین کې د کرونا وبا له کبله نږدې ۸۱زره کسان اغیزمن شوي، چې له مخې یې له ۶۲زرو زیات بیرته روغ شوي او ۳۱۵۸ کسان مړه شوي دي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د چین حکومت په ووهان ښار کې ۱۶ بیړني روغتونونه چمتو کړي وو، دغه روغتونونه چین له ۱۰ څخه د ۱۵ ورځو ترمنځ چمتو کړل، چې په یوه وخت په کې سلګونه ناروغان د درملنې لپاره بستر شوي وو، خو اوس د وضعیت له سمېدو وروسته یې د بندیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

کورونا وائرس کے مریضوں نے صحت یاب ہونے پر خوشی کا اظہار کیا — فوٹو: زنوا

د چین خبري اژانس سنګوا د راپور له مخې، په ووهان ښار کې لنډمهاله ۱۶ روغتونونه وروسته له هغې چې په کرونا ویروس ناروغانو کې په پراخه کچه کمښت ولیدل شو وتړل شول.

په راپور کې ویل شوي، د مارچ میاشتې په لسمه نېټه په ووهان ښار کې په تیرو څلورو میاشتو کې تر ټولو کم ۱۰ وګړي پر کرونا اخته شوي وو، مګر په همدې ښار کې د فروري میاشتې په ۳مه نېټه له ۲زرو زیات کسان اخته شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا په مخنیوي کې د چین هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د چین په څېر نور هېوادونه هم کولی شي د یاد ویروس په مخنیوي کې بریالي شي.

چینی ایئرپورٹس پر دوسرے ممالک سے آنے والے افراد میں کورونا پایا جا رہا ہے—فوٹو: زنوا

یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس رسما «نړیواله وبا» اعلان کړه، خو دوی ټینګار کړی چې لا یې هم مخه نیول کیدلی شي.

د چین په ووهان او نورو مرکزي ښارونو کې ځینې تعلیمي ادارې، هوايي ډګرونه، ځمکیني ترانسپورت، ستر شرکتونه، سوداګریز بازارونه، عام بازارونه او ځینې عامه ځایونه په لنډمهاله توګه پرانیستل شول، مګر په هغه ځایونو کې چې اوس هم د کرونا خطر لري تر ۲۱ مارچ پورې د کار بندولو لارښونه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x