افغانستان

ثبات او همپالنه ټیم: د اشرف غني فرمانونه نور د ارګ له دیوالونو وتلی نه شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د سپېدار د ولسمشر «عبدالله عبدالله» په مشري د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم د کمپاین رییس «فضل احمد معنوي» وايي، د اشرف غني فرمانونه نور نه لړزېدلو بنسټونو ته ثبات ورکولای شي او نه هم د ارګ له څلورو دیوالونو بېرون راوتلی شي.

فضل احمد معنوي په خپل ټویټر باندې لیکلي، چې وروستي فرمانونه عامه اذهان مخدوشوي، رواني جنګ تقویه کوي او ټول خلګ پوهېږي، چې دا فرمانونه لړزېدلو بنسټونو ته ثبات نشي ورکولای او د ارګ له څلورو دیوالونو د باندې د منلو وړ نه دي.

د معنوي په خبره، ټول خلګ پوهېږي، چې پخوانی اجرائيه ریاست اوس وجود نه لري او «سپدار ماڼۍ» چې د ولسمشرۍ مقر ده، د نوي اجرائيه ریاست په اړه به پرېکړه کوي.

نوموړي ددې تر څنګ ګواښ کړی، چې له دې ډول مسایلو سره لوبې کول بارودو ته د تیلي ورکولو په څېر دي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د ارګ ولسمشر «اشرف غني» د یوه ځانګړي فرمان له لارې «اجرائیه ریاست» لغوه اعلان کړ؛ خو د سپېدار ولسمشر «عبدالله عبدالله» د یوه امر په خپرولو سره یاده کړه، چې اشرف غني نور ولسمشر نه دی او تر څنګ یې ، د اجرائیه ریاست کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، څو په عادي ډول خپلو دندو ته دوام ورکړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close