افغانستانسولې اړوند خبرونه

ولسي جرګې په  بین الافغاني مذاکراتي ټیم کې د ګډون لپاره خپل غړي مشخص کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت ولسي جرګې د ارګ د ولسمشر «اشرف غني» له امر سره سم د بین الافغاني مذاکراتو په ټیم کې د ګډون لپاره خپل پنځه غړي مشخص کړل.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د عامه اړیکو او اطلاعاتو مشر «ذکرالله فرزه يي» وايي،  له اوږدو خبرو او پچې اچونې وروسته ۲۶ سړي او ۱۰ ښځې وټاکل شوې او پرېکړه وشوه، چې پنځه تنه به د همدوی له منځه انتخابېږي.

د فرزه یې په خبره، مذاکراتي کمېټې د پرېکړې په بنسټ، عبدالرووف ابراهیمي، قاضي نذیر احمد حنفي، غلام فاروق نظري، فریده حمیدي او فاطمه عزیز به هغه وکیلان وي، چې د ملی شورا په استازیتوب به د بین الافغاني مذاکراتو ټیم ته ورځي.

یاده دې وي، چې د ارګ ولسمشر «اشرف غني» د پارلمان د نوې تقنیني دورې د پرانستنې په مهال له وکیلانو سره ژمنه کړې وه، چې د سولې د پروسې په جریان کې به یې ساتي او پنځه تنه غړي به یې د بین الافغاني مذاکراتو په ټيم کې ګډوي.

تر اوسه لا هم ارګ نه دی توانېدلی، یو همه شموله او ټولمنلی پلاوی تشکیل کړي.

ارګ کې سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي، له ټولو لورو سره مشورې روانې دي او ښایي نن د بین الافغاني مذاکراتو په ټیم کې ګډون کوونکي حکومتي غړي مشخص شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x