نړۍ

عراق: په راکټي بریدونو کې دوه امريکايان او يو برتانوی وژل شوي او دولس ټپيان دي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۸ل): د عراق پلازمېنې بغداد په شمال کې د بهرنيو پوځيانو پر اډې راکټي بریدونو کې يو امريکايي عسکر، يو امريکايي قراردادي او يو برتانوي عسکر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.

د امريکا دفاع وزارت سرچينې وايي، په دغه توغنديز برید کې يو امريکايي او يو برتانوي عسکر او يو امريکايي قرادادي وژل شوي، ۱۲ تنه نور ټپيان دي، خو تر اوسه د وژل شوو او ټپيانو هويت نه دی روښانه شوی.

د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۲۰ کال د جنوري مياشتې په پيل کې، چې د ایران القدس ځواکونو مشر قومندان جنرال قاسم سليماني د بغداد نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په برید کې ووژل شو، تر هغې وروسته په سيمه کې وضعيت ترينګلی دی.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته د جنوري په اتمه ایران د عراق په شمال کې پر دوو امريکايي اډو توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله يې شاوخوا سل امريکايي پوځيان په ذهني رنځونو اخته شول، خو له دغه برید وروسته تهران او واشنګټن د يوه بل پر ضد رسمي برید نه دی کړی.

په عراق او سوريه کې د امريکا ايتلافي ځواکونو له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د بهرنيو پوځيانو پر اډې اتلس توغندي توغول شوي، چې له امله يې درې تنه وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده  منلې او نه هم امريکا او برتانيې پر چا د دې برید پړه اچولې ده، خو له تېرې لنډې مودې راهيسې په عراق کې پر امريکايي اډو د بریدونو تر شا د ایران د ملاتړو ډلو لاسونه بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x