افغانستان

کابل کې د پاکستان سفارت يو ځل بيا د ويزو ورکولو لړۍ بنده کړه

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د لنډې مودې لپاره يې د ويزو ورکولو لړۍ بنده کړې ده.

د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسؤولين وايي، د يو شمېر دلائلو له امله يې د ويزو ورکول د څو ورځو لپاره بند کړي او ښايي تر راتلونکې یکشنبې يې بېرته پيل کړي.

سفارت د ویزو بندولو لاملونه نه دي روښانه کړي.

د پاکستان سفارت نږدې شپږ مياشتې مخکې هم د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ناندريو له امله د ويزو ورکولو لړۍ بنده کړې وه او شاوخوا يوه مياشت وروسته يې بېرته پيل کړه.

په کابل کې د پاکستان سفارت سربېره په جلال اباد، هرات، کندهار او مزار شريف کې هم د پاکستان قونسلګرۍ هره ورځ زرګونو افغانانو ته ويزې ورکوي، خو ډېری افغانان د ويزو د ورکړې له پروسې شکايت کوي او تور پورې کوي، چې دا پروسه له فساد او ګډوډۍ ډکه ده.

د پاکستان سفارت د دې ستونزو لامل د مراجعينو زياتوالی بولي، خو ويزه اخيستونکي وايي، د سفارت او قونسلګريو مخته کميشنکاران، او پوليس د سفارت چارواکو په مشوره له خلکو رشوتونه اخلي، د پيسو ورکوونکو ته ويزې ورکوي او په کتار کې ولاړ قانوني خلک د ويزو اخيستو په اړه له ستونزو سره مخ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

مخترم افغان داکتر صاحبان که د مهربانی له مخی لیکنی وکړی او په میدیاکی یی نشر کړی خصوصا تی وی که د غیر ضرور پروګرامونو په عوض روغتیایی
خبرونو ته ځای ورکړل شی د مریضانو سره به مرسته وی۰ مثال د یو مریض شاته دواړو یا یو اړخ درد د پښتورګو د ډبری اختمال موجود دی۰ مریض باید زیاتی اوبه وچښی خرکات جمپوخیز هم مرسته کوی۰امکان لری دبره خارج شی۰مننه

RAZMOHAMMED KAMAWALL

د ویزی په هکله د پاکستانی مشرانو د پام وړ۰
پدی هو ناری وهی چه د پاکستان اقتصاد خراب دی۰ نو هر افغان چه با کستان ته ځی جیبونه یی له روپیو ډک وی هو چه کله واپس راځی جیبونه یی تش وی نو هلته به یی ډال خوړلی وی۰
نو ولی نه پریږدی چه ازاد تګ راتګ وکړی۰
د خیبر دره هو لار د تلوراتلوده
په کابل او پیښور کی افغان یو دی۰

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x