نظــر

ولسه! د ارګ انډوخر مو وراخطا نکړي!!!

شهاب لیوال

افغان مظلوم او بې وسه ولس؛ څلویښت کاله په هغه تپل شوې جګړه کې ښکیل پاتي ده، چې دوی ته یې هیڅ اړه نه درلوده، «اتحاد جماهير شوروي» او د غرب اتحادیه «ناټو NATO-ISAFآیساف» دلته هغه وحشت، ظلم او د انساني اصولو خلاف کړنې سر ته ورسولې چې انسانیت ته د ننګ داغ پاتې شو.

نړیوال او هغه بنسټونه چې ځانونه د انسانیت فرښتې بولي، ولې افغانان ګرم ګڼي؛ او ولې یې د شرقي او غربي ښکیلاګرو په څلوېښت کلن وحشت او ظلم چوپتيا غوره کړې؟

افغانانو کوم هغه جرم سر ته رسولی وه چې باید داسې سزا یې لیدلې وای؛ څلویښت کاله له تعلیم، سولې امنیت او انسانیت نه بې برخې شول، هغه منفور او مزدور نظامونه او منفورې څیرې پرې وتپل شوې چې نن غربیان هم پرې شرمیږي.

افغان مبارزینو د اتحاد جماهير شوروي له ماتولو وروسته د هغوی پاتې شونی حکومت «کمونستي رژیم» له منځه یوړ او له وړو شخړو او جګړو وروسته یې د اسلامي نظام «د افغانستان اسلامي امارت» بنسټ کیښود، کورنې جکړې، پاټکونه او ټوپکسالاري یې له منځه یوړه، افغانستان یې د یوبیرغ تر سیوري لاندې د یو خپلواک او متحد نظام خاوند کړ.

سوله ،ورورولی مینه، اخوت او انسایت یې افغانانو ته ډالۍ کړ، وحشت دهشت او بې عزتي یې له منځه یوړه خو! غرب او همفکرانو یې د یاد نظام شتون ونشو زغملی پر ضد یې نظامي یرغل وکړ.

افغانان یې نولس کاله ووژل، بندیان او زخمیان یې کړل له سولې، امنیت او انسانیت نه یې محرومه کړل او دغه ظلمونه یې د دیموکراسۍ په ناولې لته کې وپیچل؛ که چا یې پر ضد پاڅون وکړ یاد پاڅون ته یې د دیموکراسۍ پرضد د بغاوت نوم کیښود.

افغان ولسه! د غربي ښکیلاک «امریکایي» اشغال له خاتمې وروسته به بیا د اسلامي نظام اعاده کیږي.

د ارګ اندوخر! مو وراخطا نکړي:
هغه پخوانی متل دی چې پردی کټ تر نیمو شپو وي، اشرف غني د دیموکراسۍ هغه خټینه پوزه هم پریکړه چې غربیانو د غربي اشغال اتلس کلنه لاسته راوړنه یادوله.

انتخابات ،د ولس رایه او د ولس پریکړه د ارګ او سپیدار په انډوخر بدل شول.

انتخابات په نشنلیزم او ملیت پرستۍ بدل شول، عبدالله ځان د ټول شموله جمهوریت جمهور رئیس اعلان کړی «تاجک ،هزاره او ازبیک قومونو» رئیس جمهور شو او همدا شان اشرف غني بیا ځان د پښتون قوم رئیس جمهور اعلانوي.

افغان ولسه! تاسو مسئول یاست چې د یادو غلامانو د قدرت طلبۍ ښکار نشئ ځانونه ورته اړم نکړئ.

د الله تعالی د ارشاد په مطابق ځان له یادو غلامو څیرو وساتئ:

وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ ۚ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ کُلُّ أُولَٰئِکَ کَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا (۳۶الاسرأ)
او له هغه څه نه چې خبر ترې نه لرژ پیروي يې مه کوه، ځکه چې غوږونه، سترګې او زړه ټول مسئول دي.

افغان میړنی ولسه! تاسو د ستایلو یاست او ستاسو عزت او امنیت د هر با عزمه، متین او مجاهد مسولیت دی، تاسو ډاډه اوسئ د ارګ ډرامه د امریکایانو تر وتلو محدوده ده، له امریکایانو وروسته نه جمهوریت شته او نه د دیموکراسۍ مدعیان.
یاد کسان ټول دوتابیعته دي د اشغال له خاتمې سره سم د دوی فنا هم حتمي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله.

خالد صافی

ټوپکسالاری هم د پاکستان ملیشه وه
او د هغی نه وروسته هم پاکستانی ملیشه راغله

جميل

د دی خرو انډوخر به هيڅ موئمن هيوادوال وارخطا نکړی ، دی غولن امريکايانو پر هغو طفيلی چنجيانو حساب کړی دی چی صبا که امريکا ووتله ټوله غلامان پخپله يوبل سره خوری ، طالب جان به د خير پر غونډی ورته ناست وی او خپل آخری واری ته به ګوری . دا د الله تعالی لار ورکی به نور او نورهم په شرمو وشرميږی او له ځانه سره به خپل مات باداران هم ښه پوره وشرموی او تر څو چی افغانان او افغانستان وی د دی مرداری ، بيحيا ، بيهمتی او بيدينی ډيموکراسی نوم به بيا څوک وانخلی ان… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x