ورزش

اروپا اتلانو ليګ: ليورپول او بروسيا دورتمند لوبډلې له سياليو بهر شوې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ شپاړسم پړاو سياليو کې د ليورپول او بروسيا دورتمند لوبډلې د خپلو سيالانو پر وړاندې ماتې ومنلې چې په دې توګه د روان کال له سياليو بهر شوې.

ليورپول لوبډلې له جالبې لوبې وروسته د اتلاتيک مدريد پر وړاندې په ۳-۲ ماتې ومنله، دوی دغه راز په لومړي ليګ کې د اتلاتيک مدريد په کوربه توب په ۱-۰ هم ماتې منلې وه چې په مجموعي پايله کې يې د اګريګيټ له مخې په (۴-۲) ماتې ومنله.

دغه راز په بله سيالي کې چې د بروسيا دورتمند او پاريس سان جرمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د نيمار لوبډله پاريس وتوانېدله په خپل کور کې ۲ ګولونه ووهي او د مجموعي پايلې له مخې بروسيا دورتمند ته په (۳-۲) ماتې ورکړي.

دغه سيالي د کرونا ويروس له کبله د نندارچيانو په نه شتون يا د بندو دروازو ترشا ترسره شوه.

له دې وړاندې پاريس لوبډلې په لومړي ليګ کې له دورتمند لوبډلې څخه په ۲-۱ ماتې منلې وه، خو پاريس لوبډلې بيرته غوره راتګ وکړ او درې کاله وروسته يې د اروپا اتلانو ليګ کواټر فاينل سياليو ته لار وموندله.

په دې سره انګلستانۍ لوبډله ليورپول او جرمنۍ لوبډله بروسيا دورتمند له اروپا اتلانو لیګ بهر، اسپانوۍ لوبډلې اتلاتيک مدريد او فرانسوۍ لوبډلې پاريس سان جرمان کواټر فاينل ته لار وموندله.

د اروپا اتلانو لیګ شپاړسم پړاو راتلونکې سيالۍ به د مارچ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره کيږي، په دې سياليو کې به مانچسټر سيټي د ريال مدريد، برسلونا د ناپولي، يوونتوس د ليوان او بايرن ميونيخ له چيلسي سره مخ کيږي.

ددوی ترمنځ د ياد پړاو لومړي ليګ سيالۍ دوه اونۍ وړانډې ترسره شوي، مانچسټر سيټي په ۲-۱ وړاندې والی لري، ناپولي او د ميسي لوبډله برسلونا په ۱-۱ مساوي شوي، د رونالدو لوبډلې یوونتوس ته فرانسوي لوبډلې ليوان په لومړي ليګ کې په ۱-۰ ماتې ورکړې وه او جرمني لوبډلې بايرن میونيخ انګلستانۍ لوبډلې چيلسي ته په ۳-۰ ماتې ورکړې وه.

بايد وويل شي چې د اروپا اتلانو ليګ ګڼ شمېر سيالۍ د کرونا وبا له کبله د بندو دروازو يا د نندارچيانو په نه شتون کې ترسره کيږي، په دې کې د والنسيا او اتلانتا، پاريس سان جرمان او بروسيا دورتمند ترمنځ سيالۍ د نندارچيانو په نه شتون کې ترسره شوې.

دغه راز د برسلونا او ناپولي لوبډلو ترمنځ سيالي چې د ناپولي په کوربه توب په ۱۹مه نېټه د ايټاليا په ناپولي ښار کې ترسره کيږي د بندو دروازو ترشا به ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x