نظــر

د تېلو پر سر د سعودي او روسیې لانجه، پر نړۍ یې اثر او د ابن سلمان حماقت

عزام مهاجر

په ۱۹۹۱م کې پر عراق د امریکا له حملې وروسته تر اوسه بیا د تیلو بیه دومره نه ده لوېدلې لکه په ننیو حالاتو کې چې لوېدلې ده. په ۲۰۱۶ م کال کې چې کله د تیلو د بېلر/بېرل قیمت ۳۰ ډالرو ته راټیټ شو نو سعودي او روسیې یوه اتحادیه جوړه کړه چې د اوپیک OPEC(Organization of the Petroleum Exporting Countries) (یعني د پيټرولو د صادرونکو هیوادونو تنظیم) په نامه یادېدل. یوه لوري ته اوپیک و چې څوارلس هیوادونه(الجیریا، انګولا، کانګو، جینیا، ګابن، عراق، کویټ، لیبیا، نایجیریا، سعودي عرب، متحده عرب امارات، وینزویلا او ایکواډور) یې غړي وو او بل لور ته روسیه وه. اتحادیې پر دې اتفاق کړی و چې د تیلو نړیوال بازار د معتدل ساتلو لپاره دواړه لوري باید د ورځي ۲.۱ ملیونه بېلره تیل صادر کړي.

داسې ښکارېدل لکه روسیه چې په دې محدود مقدار تیلو راضي نه وه چې صادر یې کړي. ځکه چې د دوی د تیلو محدودیت امریکایي تیلو ته د مارکیټ دروازه پرانیستل او په پراخه کچه یې صادرول چې امریکا یې له اقتصادي پلوه تقویه کړې وه. روسیه ناخوښه وه چې د امریکایي تیلو صادرولو ته دي په پراخه پېمانه د نړیوال مارکیټ دروازې خلاصي وي. په هر حال! روسیه خاموشه وه. خو دا چې اوس د کورونا ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې اقتصاد د رکود سره مخ دی او د ژوند هره څانګه معطله ښکاري، دې وضعیت په ځانګړي ډول د تیلو د خرڅ بازار هم په ناوړه توګه سوړ کړ. په ټوله نړۍ کې د تیلو طلب کم شوی دی، په ځانګړي ډول چین کې چې د نړۍ لومړنی هیواد و چې تر ټولو زیات خام تېل به یې راغوښتل چې تقریبا د ورځي لس ملیونه بېلره کېدل او د دې ترڅنګ په ټوله نړۍ کې په زرګونو پروازونه هم معطل شوي دي چې دې نور هم د تیلو بازار سوړ کړ.

محمد ابن سلمان د روسیې له ولسمشر پوتین څخه وغوښتل چې دواړه لوري باید بازار ته د تیلو صدرو نور هم محدود کړي تر څو د تیلو طلب زیات او په لوړه بیه وپلورل شي، خو پوتین د دې خبري له منلو انکار وکړ او ویې ویل چې موږ نور دا اتحاد ماتوو او نه غواړو چې امریکایي تیلو ته د نور فروخت چانس ورکړو. ځکه چې دا مهال امریکا د نړۍ تر ټولو زیات تیل صادرونکی هیواد دی او هیلې کیږي چې د نوي کال په اوله ربع کې دي د ورځي ۱۳ ملیونه بېلره تیل صادر کړي. ماسکو نور د تېلو د اصدار له دې محدودیت څخه تنګه شوې او ویې ویل چې دې پالیسۍ د امریکایي تیلو کمپنیو د پرمختګ لپاره لاره اواره کړل. د روسیې د تیلو کمپنیو ویاند دغه پالیسي«ماسوکزم» وباله او ویې ویل چې په دې کار سره موږ خپل تېل له مارکیټ څخه محدود کړل؛ د امریکایي تیلو لپاره مو په نړیوال مارکیټ کې لاره اواره کړل او خپل د تیلو صادرول مو خپله په ناوړه توګه وځپل.

د روسیې د بریښنا وزیر تېره جمعه اشاره وکړه چې د راتلونکي اپریل میاشتې له لومړۍ نيټې څخه چې هر هیواد هر څومره تیل صادرول وغواړي، کولی یې شي.

د سي این این د ریپورټ له مخي محمد ابن سلمان روسیې ته اختار ورکړ چې پر دې پرېکړه به پښېمانه شي.

له روسیې څخه د دې غچ اخیستلو په پار سعودي مارکیټ ته تیل رامخ کړل او د هغو په صادرولو کې یې څو چنده اضافه وکړه. د خبرونو پر اساس سعودي اراده لري چې د تیلو صدور د ورځي تر ۱۰ ملیونه بېلرونو پوري پورته کړي. سعودي په دې ډول له روسیې څخه د غچ اخیستلو اراده لرل، خو برعکس یې تاوان سعودي ته دا شو چې د سعودي تېلو د بېلر قیمت به له ۴ څخه تر ۷ ډالرو پوري شي.

خلیجي هیوادونه اوس تر ټولو په کم ترین قیمت باندې تیل صادروي او په سعودي، کویټ او متحده عرب اماراتو کې د بېلر قیمت له ۲ څخه تر ۶ ډالرو پوري دی، خو د دوی حکومتي مصارفو او عوامي اخراجاتو ته په کتلو دوی باید یو بېلر په ۷۰ یا له دې څخه هم پورته ډالرو باندې خرڅ کړي، که له دې کم شي د سخت ډیواليتوب سره به مخ شي. د سعودي اقتصاد ۸۷ سلنه پر تیلو ولاړ دی چې د قیمتونو په لوېدلو سره یې د اقتصاد مرګ یقیني دی، خو د روسیې اقتصاد یوازي ۳۰ سلنه پر تیلو بناء دی او نوره ټوله بودیجه یې له مختلفو کارخانو او د سلاوو له کمپنیو څخه ده.

خلاصه داشوه چې محمد بن سلمان په دې کړنه سره روسیې ته هیڅ زیان ونه رساوه، خو ځان یې په اقتصادي لحاظ د ځمکي وواهه او هغه متل پرې ښه صادقیږي چې «لېونی یې دومره په بل نه کوي لکه په ځان چې کوي.»

د دې اقتصادي تحول سره به هغه هیوادونه هم درنه بیه پرې کوي کوم چې د کلونو جګړو او بندیزونو ځپلي دي او اقتصاد یې اکثره پر تیلو بناء دی. په دغو هیوادونو کې عراق، لیبیا، ایران او وینزویلا هم شامل دي او متحده امریکایي ایالتونه هم شاید ترې خلاص نه شي.

د تیلو د مارکیټ یو سل اتیا درجې بدلون په ځیني ایالتونو کې د اقتصادي تباهۍ توپان راوستلی دی او ټیټ قیمتونه به د تیلو کمپنۍ په ناوړه توګه اغیز مني کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو هغه ریاستونه چې تیل صادروي او له تیرې لسیزي راهیسي پرې مزې کوي، لکه ټیکساس، لوسیانا، اوکلاهوما، نیو میکسیکو او شمالي ډاکوټا،به هم د دې تحول له امله سخت وځپل شي.

خو ځیني هغه هیوادونه چې تیل په پراخه کچه واردوي، لکه چین، انډیا او جرمني، دا به د قیمتونو په لوېدلو سره لویه ګټه ترلاسه کړي او پر تیلو مصرفېدونکی لګښت به یې کنټرول شي.

سرچينه:

https://edition.cnn.com/2020/03/09/business/oil-price-crash-explainer/index.html

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x