افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: د سولې پروسه اوږده موده غواړي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د ارګ نیم ولسمشر «اشرف غني» وايي،  دسولې پروسه اوږده موده او پراخه حوصله غواړي او د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا لري.

غني دغه څرګندونې د پخواني قوماندان «عبدالعلي مزاري» د پنځه ویشتم تلین په مناسبت خپره کړې ويډیو کې کړې، نوموړي ویلي، چې دا پروسه اوږده موده او پراخه حوصله غواړي او وخت ته ضرورت شته، تر څو تطبیق او د افغانستان د ټولو قشرونو غږ پکې واورېدل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بین الافغاني مذاکراتو په پای کې به د پارلمان او  لویې جرګې نظر پوښتل کېږي  او یا به هم د ټولپوښتنې په بنسټ پرېکړه کېږي.

د غني په خبره، سوله اوس د خلګو په لومړیتوب بدله شوې، شفاف چلند به ورسره کېږي او مذاکراتي ټیم به د حکومت له ادرسه له طالبانو سره مذاکرات کوي.

د ارګ نیم ولسمشر داسې مهال د سولې لپاره په اوږده وخت ټینګار کوي، چې د افغانستان جګړه هره ورځ د لسګونو کسانو ژوند اخلي او د سولې د نشتوالي هره شېبه د یوه افغان د ژوند په بیه تمامېږي.

داسې تمه وه، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته د روانې میاشتې په لسمه نېټه بین الافغاني مذاکرات پیل شي؛ خو د حکومت د دوو مشرانو تر منځ د چوکۍ او واک په سر اختلاف او د طالب زندانیانو په وړاندې د غني خنډونه هغه څه وو، چې مذاکرات يې وځنډول.

په ورته وخت کې حکومت لا هم نه دی توانېدلی، د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره یو ټولمنلی پلاوی وټاکي او ټول جهتونه په ځان راټول کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمبل

احمق غنیګیه !
څومره چی د سولی د پروسی موده اوږدیږی هغومره ستا او تا غوندی د مرتدو منافقینو په تاوان ده ، مالکان خو مو ۱۴ میاشتی وروسته تښتی بیابه څه کوی .
داسی ښکاری لکه امریکایان چی نغواړی تر خپلی پوره تیښتی مخکی د افغانانو تر منځ سوله وسی .

نواب

لدی معلومیژی چه نیم ولسمشر سوله نه غواری،ده په تیر ۵ کلنه دوره کی تول زور پدی اچولی و چه خپل تول سکولران اوهمفکر کسان په تولو ادارو جای پر جای کری او پر ولس په زوره حکمرانی وکری او ابد الابد لپاره پاچاوی.

ابوالوفاء

هو، شوم، ناسياله او د دې پوشالي واک عاشقه ! ته خو ښه پوهېږې چي هم ستا ژوند په ارګ کي خوندي دی او هم دي د اولادونو ژوند په امريکا کي ګرنټي دی. نه ته د دې رواني جګړې په اورکي سوځې، نه د دې بېوزلي ولس، عسکرو او طالبانو د وژلو پروا لرې. که ته واقعاً د انساني وجدان څښتن وای لازمه خو دا وه چي ويلي دي وای د دې بې چاره ولس د مرګ ژوبلي او خواريو د هر څه ژر توقف لپاره بايد هر څه ژر په هيواد کي سرترسري سوله او پخلاينه رامنځ ته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x