شعـــــرونه

غزل/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

د غره سړی يمه د ښار سره مې هيڅ نه لګي
د پردي پالو د کردار سره مې هیڅ نه لګي

چې په خوله یوه،او په زړه بله ساتي خدای شته دی چې
دداسې دوست ، او د ریبار سره مې هيڅ نه لګي

ماته به ټولې کیسې سپينې سپينې سپينې کوې
د کنایي لفظ وَ ګفتار سره مې هيڅ نه لګي

هجر دې څو څو ځله مړ کړمه باور وکه چې
ددې زوی مړي سره انګار سره مې هيڅ نه لګي

څه معنی؟زړونه دې پرې ووژل ازار دې واخیست
ستا د ښایست او د سینګار سره مې هیڅ نه لګي

ځواب به هو وي ګوره،بیا دې نخرې نه مانمه
لیوانی کیږم د اِنکار سره مې هیڅ نه لګي

څرک د وصال چې پکې نه وي مستغفر ګربزه
هسې د مینې له اظهار سره مې هيڅ نه لګي

مستغفر ګربز
ـــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x