
کرونا ويروس: د ريال مدريد لوبډلې ټول لوبغاړي قرنطين شول
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د کرونا ويروس له کبله د اسپانوي کلب لوبډلې «ريال مدريد» ټول لوبغاړی وروسته له هغې قرنطين شول چې يو روزونکی يې پر کرونا اخته وموندل شو.
د يادې لوبډلې د باسکټ بال روزونکي کې چې په دې برخه کې يې لوبغاړو ته تمرين ورکاوه، د کرونا ويروس مثبته پېښه ثبت شوې چې وروسته ټول لوبغاړي قرنطين شوي دي.
https://twitter.com/realmadriden/status/1238063732267388930?s=19
له دې وړاندې د ايټاليا د بېلا بېلو کلبي لوبډلو په يو شمېر لوبغاړو کې د ياد ويروس مثبتې پېښې موندل شوي دي.
په داسې حال کې چې د نړۍ مشهور فوټبال ستوری کريستيانو رونالډو هم د احتياط له مخې قرنطين شوی دی، د نوموړي په نږدې ملګري کې د کرونا ويروس پېښه ثبت شوې ده.
ددې سربېره د کرونا ويروس له کبله د اسپانيا کلبي سيالۍ «لا لیګا» لږ تر لږه د دوه اونيو لپاره وځنډېدې.
ريال مدريد لوبډله راتلونکې سه شنبه د مانچسټر سيټي لوبډلې پر وړاند د اروپا اتلانو ليګ د شپاړسم پړاو سيالۍ ترسره کوي، خو په دې کې د ګډون يا نه ګډون پريکړه لا نه ده شوې.
https://twitter.com/LaLigaEN/status/1238063146268491776?s=19
د کرونا ويروس له کبله د سپورت برخه په ځانګړي ډول اغيزمنه شوې چې يوازې په ايټاليا هېواد کې د سپورت ټول فعاليتونه ځنډيدلي دي.
د يادونې ده چې کرونا ويروس د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د چهارشنبې په ورځ «نړيواله وبا» اعلان شوه.