د نن سرلیکنه

خلیلزاد باید د څه په اړه وضاحت ورکړي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طلوع تلویزوني شبکې سره په مرکه کې له طالبانو سره د شوي تړون د ځینو برخو په اړه وضاحت ورکړ.

ښاغلي خلیلزاد په خپلې مرکه کې پر دې خبرې هم رڼا واچوله چې په افغانستان کې بیا ځلي د اسلامي امارت راتګ د ټولې نړۍ لپاره سره کرښه او چاته هم د منلو وړ نه دی.

نوموړي دا هم ویلي چې که د طالبانو لخوا د تړون ټول موضوعات عملي نه شي زمونږ ځواکونه له افغانستانه نه وځي.

همدا راز يې په اصطلاح له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی، د امريکايي ځواکونو پر وتلو د نظارت او د تړون د ضمايمو په اړه هم نور وضاحتونه ورکړي.

دا چې د طرفینو لخوا د ترسره شوي تړون متن مخکې ترمخکې د رسنیو په واک کې ورکړل شوی او هلته ورکې د هوکړې ټول مواد په داسې طرز ځای پرځای شوي چې د ښاغلي خلیلزاد له وضاحت پرته هر چاته قابل فهم دي، نو نوموړي ته په کار و چې د هغو موانعو په اړه یې افغان ولس ته وضاحت ورکړی وای چې د تړون د عملي کېدو په لاره کې دی ورسره مخ دی.

ځکه د یاد تړون دوه لومړنۍ مادې د بندیانو خلاصول او د بین الافغاني اجتماع دائرول دي کومې چې په امریکايي جانب پورې مربوطې دي، لا تر اوسه غیر عملي پاتې دي.

ښه به دا وای چې ښاغلي خلیلزاد په خپلې مرکه کې د هغو لاملونو په اړه توضیحات ورکړي وای چې دغو دوو لومړنیو مادو د عملي کېدو په لاره کې خنډ واقع شوي.

دا چې ښاغلی خليلزاد په خپلې کورنۍ وظیفې کې پاتې راغلی او پر هغه سربیره د هوکړې د واضحو مادو په اړه پاروونکي توضيحات کوي دا په لوی لاس د ترسره شوي هوکړې مؤثریت تر اغیز لاندې راولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close