افغانستان

خلیلزاد: له هغه حکومت ملاتړ کوو، چې عبدالله او ټیم يې پکې ونډه ولري

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د یوې همه شموله کابینې د جوړولو لپاره د لارې پرانستلو په هڅه کې دی او ملاتړ به یې له هغه حکومت سره وي، چې عبدالله عبدالله او ټیم یې پکې ونډه ولري.

خلیلزاد له ازادي رادیو سره د خپلې مرکې په مهال ویلي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني د ډلو تر منځ د را پیدا شوي کړکېچ د حل لپاره فعالې هڅې کوي او زیار باسي، د یوې همه شمولې او ټولمنلې کابینې جوړښت ته لاره پرانيزي.

نوموړي زیاته کړې « موږ  فعالې هڅې کوو،  د یو ې داسې هر اړخیزې او ټولمنلي کابیني جوړښت ته لاره پرانېزو، چې عبدالله او ټیم یې پکې برخه ولري، موږ له همداسې حکومت ملاتړ کوو.»

یاده دې وي، چې څلور ورځې وړاندې ارګ د دوو ولسمشرانو د لوړې د مراسمو کوربه وو. د ارګ نیم ولسمشر «اشرف غني» او د سپېدار ولسمشر «عبدالله عبدالله» هم مهاله لوړې وکړې او ځانونه یې د ولس منتخب ولسمشران یاد کړل.

تېره ورځ اشرف غني د اجرائيه ریاست د لغوې امر ورکړ؛ خو عبدالله عبدالله د یوه بل فرمان له لارې یاده کړه، چې اشرف غني نور پخوانی ولسمشر دی او فرمانونه یې د منلو وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x