افغانستانسولې اړوند خبرونه

دوحې ته د طالبانو د لیدلو په تمه تللی حکومتي پلاوی کابل ته راګرځېدلی

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۸ل): د ارګ د نیم ولسمشر «اشرف غني» له لوري دوحې ته تللی پلاوی، چې له طالبانو سره یې د لومړنیو اړیکو د ټينګولو تمه درلوده، نن بیرته کابل ته راستون شوی.

د ملي امنیت شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په دې سفر کې د قطر د ملي امنیت د سلاکار او د سولې لپاره د یاد هیواد د ځانګړي استازي، د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د ځانګړي استازي او په دوحه کې د امریکا د ټولو لوړپوړو استازو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې د افغانستان لپاره د المان د ځانګړي استازي او په دوحه کې د جرمني له سفیر، د افغانستان په چارو کې د ناروې هیواد له ځانګړي استازي او د دوحې د انساني مطالعاتو او منازعاتو د مرکز له مشر سره ګټور ملاقاتونه درلودل.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دغه پلاوي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ښه نیت په دوام، د نړیوالې ټولنې له هڅو سره په همږغۍ او د سولې پروسې د نورو مرحلو د ښه پر مختګ، په خاصه توګه د جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتي د ۲۰ مې نېټې د لومړۍ ګڼې فرمان د ښه تطبیق لپاره تللی وو او اوس بیرته راستون شوی.

د ملي امنیت شورا که څه هم له پلاوي سره د طالبانو د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې، چې یو بل پلاوی به په نږدې راتلونکې کې د ملي امنیت شورا تر مشرۍ لاندې دوحې ته ولاړ شي.

یاده دې وي، چې کابل ته را ستون شوی پلاوی له طالبانو سره د لومړنیو اړیکو د ټینګولو په هدف استول شوی وو؛ خو طالبانو هماغه وخت ټینګار کړی وو، چې یوازې ددوی د بندیانو چارو مسئولین له دې پلاوي سره ګوري.

تر دې دمه طالبانو له حکومت سره د «حکومت» په حیث مخامخ خبرې رد کړې او د حکومت له پرلپسې هڅو سره، سره هغوی نه دي تیار شوي له دوی سره وویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

طالبه! که رشتیا دی په دی ملت زړه سوځی او رشتیا د پنجاب نماینده نه یی نو دی دی زوره لاس واخله او خپلو خلګو سره خبرو ته کښینه په زور چی تا خپل په وخت کی چی ۹۵ فیصده افغانستان دی په لاس کی وو ونه ګټله نو اوس خو یی بیخی نسی کټلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x