
د فاریاب والي: امریکایي قوماندان مې په اوښکو او ژړا رخصت کړ، له یو غوره دوست بې برخې شوم
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت له لوري د فاریاب د والي «نقیب الله فایق» او یوه امریکایي قوماندان د مخه ښې انځورونه ټولنیزو رسنیو ته راووتل، تاوده غبرګونونه یې راوپارول.
په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې نقیب الله فایق ته د خپل امریکایي دوست د فراق غم د زغم وړ نه دی او د هغه له سترګو یې اوښکې بهولې، له دې صحنې سره فایق په خپل ټویټر لیکلي « نن مې له یوه ښه ملګري سره خدای پاماني وکړه، بوګرد په شمال کې د امریکایي ځواکونو قوماندان وو، دده له امله فاریاب د سقوط له خطر څخه خلاص وو.»
نوموړي زیاته کړې «موږ ډيپلوماټیک دودونه مات کړل او د رخصتېدو په مهال مو له یو بل سره اوښکې توی کړې، هغه واشنګټن ته ولاړ او اوس زه ویلای شم چې په واشنګټن کې یو د حساب ملګری لرم.»
دغه توري که څه هم د فاریاب والي له خپل ټویټر ډيليټ کړي؛ خو سکرین شاټ یې لا هم د ټولنیزو رسنیو تر ټولو ګرمه موضوع ده.
د حارث مجاهد په نامه یو تن ورسره لیکلي « والي صاحب غم یې مه کوه بیا به په اخرت کې ورسره یو ځای شې!»
د عبدالرحیم رحیمي په نوم یو بل فعال بیا په طنزیه ډول طالب مخاطب کړی او لیکلي یې دي «
طالبه، خدای ته به څه جواب ورکوي چي دا دوه مینان دي سره جدا کړل.»
د امرالله خان په نامه یو بل تن بیا یو بیت شعر ورته ډالۍ کړی «که واشینګټن ته درومی دا کوربانه درسره بوزئ
، ډیره له تاسو سره مینه لري دا خره غوایي درسره بوزئ.»
ثناءالله صالح خیل لیکلي «یواځې د فاریاب والي فایق نده! بلکې د ټول نظام یې همدا حال دی، له اشرف غني عبدالله او نور ټول هغه چې تیر ۱۹ کلن اشغال یې په ځان منلی و، ټول د امریکا له وتلو سره د فایق په سرنوشت اخته کېږي.د ځینو سر له اوسه خپلې شخصي ګټې په خاطر کې دي.»
سیاسي فعال او د چارو شنونکی « نظر محمد مطمئن» بیا وایي «تر یوې پیړۍ همدا شرم د فاریاب والي نقیب الله فایق او د ده کورنۍ ته په میراث پاتې شو، والي او امریکایې جنرال دواړه د مخې ښې په وخت کې د یو بل په جدایې خفه او دواړه ژاړي، د پخواني په نوم محاهد زوی، ننۍ والي له افغانستان څخه د امریکایې پوځیانو.په وتلو دومره خفه دی چې عام محضر کې هغه د یوې بې وسه ښځې په څیر اوښکې تویوي.»
امریکایی عسکر باید ورته لاړی تف کړی وی او د هیلتر خبره یی ورسره زمزمه کړی وی له هیتلر چا پوښتنه وکړه په مفتوحه هیوادو کی له چاکرکی او د چا سره مینه لری هغه ځواب ورکړو چه: [[ له هغو می کرکه راځی چه د یو څو روبو د پاره یی خپل خلک زمونږ دپاره وژل ، خپله خاوره او خپلواکی یی په مونږ وپلورله او له هغوی سره مینه لرم چه د خپلو خلکو ، خاوری او خپلواک د دفاع د پاره یی په مونږ ځان وژلو او مونږ یی هم وژلو ]] که زه د هغه امریکایی… نور لوستل »
دواړو gay گانو ته د جدايی تسليت وايم،
توف لعنت پر غلامانو د شرم مقام دی انسان چی بی وجدانہ شی خپلہ مور ھم پلوری
نقیب الله فایق ملامت نده دده گتی دالر او چوکی دامریکایانو په بودن پوری ترلی ولی به نه ژاری.
لغنت په دی غلام
د امريکې د اشغال د ۱۹ کلني دورې د امريکې د ګوډاګيو حکومتونو ټول غټ چارواکي د دغه والي غوندي خود کش بيګانه پرست دي. دوی هر يوه په جلا جلا توګه امريکايي استخباراتو ته خپله حلقه بګوشه غلامي او خپل وژنه او پرديپالنه په ثبوت رسولې ده او بيا هر يو د بېلو بېلو امريکايي چينلونو څخه د ځانګړو معرفي ليکونو په واسطه د دوی د ګوډاګي حکومت اړوندو مقاماتو ته د امريکايي استخباراتو په مورد نظر اداره کي د کار لپاره معرفي سوي دي. امريکايانو يا د هغو ګوډاګي حکومت هيڅ دولتي مامور هسي تصادفي نه دی مقرر… نور لوستل »
بد ګومانی یوه مذمومه کړنه ده خو
متأسفانه زموږ د تاریخ د کتاب ډېر مخونه پدې ډول حیرانوونکو او ځوروونکو پېښو مزین! دی.
ممکن ددې والی ساب د کورنۍ مشرانو د شوروی د پوځ د جنرالانو په هجران کی هم اوښکی توی کړی وی.
دوی دواړه د ویسکو څښاک ملګری به وی اود مستی په وخت کښي به دی وحشی ځناورانو ډیری با وقاره میرمنی بی عزته کړی وی اوددی غلام د ویسکو شرابی والی ( حتمآ به نوموړۍ هم د امریکا مهر لری ) په شان په زرهاو ژړاؤ غلامان په شمول د غنی خائين موجود دی ، افغانستان باید دداسی خرڅ شوو مکروبونو څخه پاک شی ، غنی خائين د طالبانو رضایت لپاره د خپلی بی سواده ښځینه نامزدی وزیری په واسطه داطفالو تدریس لپاره د مکتبونو په عوض جماعتونه رسمی اعلان کړل او درس به هم همدا بویناکه ملاګی ږیری ورکوی… نور لوستل »
دا د اشغالګرو یاران داسی کارونه کوی چی د انسان عقل یی بیخی نه منی.
نو ته اوس د شرمیدلی ته ګوره هغه د افغانانو وژلو پسی راغلی او دا یی په تلو پسی ژاړی.
خیر که ده یی ملګرتیا کړی وا دی موږ لخوا بښل سوی نور دی ځان اصلاح کړی
خو دومره رذالت هم خوند نه کی لکه دوی یی چی کوی
والله دا عکسونو ته یی ګورم زه شرمیږم
خو دا داشغال یاران شرم او حیا نه پیژنی
دومره وارخطا دی چی نه پوهیږی څه وکړی