افغانستان

د کابل حکومت: که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، پر ضد به يې تهاجمي عمليات پيل کړو

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ملي امنيت شورا او د کورنيو چارو وزارت طالبانو ته خبرداری ورکړی، که جګړې ته دوام ورکړي، دوی به يې هم پر ضد تهاجمي بریدونه پيل کړي.

کابل کې د اشرف غني په مشرۍ د ارګ د نيم حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ويلي، که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، حکومتي عسکر به يې هم پر خلاف عملیات پيل کړي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيالې مروه اميني هم ويلي، په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې د تاوتريخوالي د کمولو وخت پای ته رسيږي او ګواښ يې کړی، که طالبان له جګړې او بریدونو لاس وا نخلي، حکومتي عسکر به يې هم پر ضد تهاجمي بریدونه پيل کړي.

د آغلې اميني په وينا په دوحه کې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته حکومتي عسکر يوازې په دفاعي حالت کې دي او دغه موده نن پای ته رسيږي، په داسې حال کې، چې طالبانو پر عسکرو او پوليسو خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيالې تور پورې کړی، چې طالبانو خپلو بریدونو او جګړو ته دوام ورکړی، خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندانۍ او همدارنګه د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان ويلي، چې د سولې له تړون مخکې د طالبانو په بریدونو او عملياتو کې پاموړ کموالی راغلی او تر اوسه هم روان دی.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان جنرال کنيت مک کنزي تېره  ورځ د امريکايي کانګريس استماعيه غونډې ته وويل، د طالبانو په عملياتو او بریدونو کې پاموړ کموالی راغلی او دا يې د سولې تړون لپاره يو ښه پرمختګ بللی دی.

طالبانو تر اوسه د کابل حکومت د چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

تهاجمي عملياتخو څه کوي چه دغه پلرونه دي زمونږ له وطنه ووځي ته دي دخپل ## اشرفي سره به انشالله د نجيب ګو غوندي وزلوړ شي

سرفراز

ستا او دهغی مرستیالی میرمنې خولی ډیری وړې مګر دافغانستان مسله ډیره لویه او د پریکړو واله یی دده ملک زمریان دی نه تاسو شغال او ګیدړه

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط دومره لافي او باټي ووهه چي، خلک پرې باور وکړي .که دي د تهاجمي حملو توان او طاقت درلودای ، قسم چي اوس به دي داسلام او مسلمان نوم د افغانستان څخه ورک کړی وای .په کابل او د افغانستان په هر ښار کي به دي د خلکو د ګمراه کولو لپاره رسمي ناپاک ځايونه پرانستلي واي. ته که ومره نر يي د ارګ او صدارت څخه دوهم جمهور رپس وباسه. کندهاريان وايي : مه ځغله پر ګاره ، را معلوم سوې لکې داره محيب صاحب دنن نه وروسته دومره خوره ، چي هضمولي يي… نور لوستل »

پتنګ

ځه احمقه بل څه په سر کې نلرې ستا په يواځې انګلیسي د نالت شي !

الحاج استاذ بیانزی

پشاور کی یوه ورځ د ایجړاګانو هرتال جوړ شوی وو څلویښت تر پنځوس ایجړاګان پکی ولاړ وو ویل یی که زمونږ غوښتنی ونه منل شی مونږ به پاکستان په بل مخ واړوو. کوم ژورنالست تری پوشتنه وکړه دا خبره چه پاکستان به په بل مخ کړی تر دی روشانه کړی هغوی ورته وویل : خری ته ګوره او د صحرا شپی ته ګوره ، مونږ ایجړا ګانو به څه زور وی هسی لاپی کوو چه له دی حاله بدتره نه شی. د کابل غلامه اداره هم د یو څو ## اداره ده د کرزی او خلیلزاد په ګدون د ایجړاګانو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x