روغتیانړۍ

د کاناډا لومړی وزیر او میرمن یې د کرونا له کبله په کور کې قرنطین شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): د کاناډا لومړی وزیر جسټن ترودو وروسته له هغې په کور کې قرنطین شوی دی چې په میرمن سوفیا ترودو کې د کرونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوې ده.

جستن ترودو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې میرمنه یې پر کرونا ویروس اخته شوی او دی هم په احتیاطي ډول په کور کې قرنطین شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې دی به خپل کارونه له کور څخه پر مخ وړي او د جدول له مخې به په خپلو راتلونکو ټولو کانفرانسونه او د کابینې په غونډو کې د ویدیو او تلیفون له لارې ګډون کوي.

د ښاغلي تردودو دفتر د یوې اعلامیې له مخې ویلي، «د زیاتې پاملرنې له امله لومړي وزیر خپله غوښتي چې قرنطین شي او د میرمنې د ازموینو تر څرګندیدو به په خپل کور کې کار کوي».

د کرونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا نړیواله وبا اعلان شوې، د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې خپور شوی او تر دې دمه یې نږدې ۵زره کسان وژلي دي.

چین کې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې یوازې ۸ کسان مړه شوي چې په تیرو دوه میاشتو کې تر ټولو کمه کچه ده، خو له چین بهر کرونا ویروس په پراخه کچه خپریږي.

باید وویل شي، کووید ۱۹ وبا د عامو خلکو سربېره په نړۍ کې دولتي او روغتیایي چارواکي هم اغیزمن کړي دي.

د برتانیا روغتیا مرستیاله وزیره هم پر کرونا ویروس اخته شوې چې له هغه وروسته په خپل کور کې قرنطین شوې، دغه راز د ایران د پارلمان ۲۶ غړو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x