روغتیا

څرنګه په عادي کارونو له کرونا ویروس څخه ځانونه وژغورئ؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ کب ۱۳۹۸ل): د کرونا ویروس په نړۍ کې تر دې مهاله نږدې ۵زره کسان وژلي خو د ۱۳۰زرو اخته کسانو له مخې یې له ۷۰زرو زیات بیرته روغ شوي دي.

که څه هم د کرونا وبا په چین کې قابو شوې او یوازې له ۱۵زرو کم خلک تر تداوۍ لاندې دي، خو له بل پلوه په نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي.

هغه هېوادونو چې ستر روغتونونه، اقیصادي وده، د ژوند پراخې اسانتیاوې او نور وسایل لري په اسانه کولی شي ددې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي، خو هغه هېوادونه چې اقتصادي او روغتیایي کچه یې ټيټه ده نشي کولای په سمه توګه یې مخنیوی وکړي.

ددې لپاره دې باید عام خلک ځینې عام عادتونه خپل کړي چې په مرسته یې وکولی شي د کرونا ویروس مخنیوی وکړي، دغه عادتونه په لاندې ډول دي:

د کرونا ویروس وزنداره او حجم یې زیات دی، شاوخوا له ۴۰۰ تر ۵۰۰ نانو متر پر ځمکه پریوځي، نو بوټان، څپلۍ یا څپلکې پرې ککړیږي، د مخنیوي لپاره خپل پښو شوي شیان خونو ته مه دننه کوئ، مګر د حجم په اړه یې ماسک مخه نیولی شي، په داسې حال کې چې ماسک وخت تر وخته بدل کړئ.

کرونا ویروس پر فلزي شیانو تر ډیرو ساعتونو ژوندی پاتې کیږي.

ددې له د مینځه وړلو لپاره اسانه لار، د عامه څیزونو له استعمال وروسته لاسونه، د کور د استعمال څيزونه او نور څه هرو مرو په ګرمو اوبو او صابون پریمنځئ.

څه باید وڅښل شي؟

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ګرم خوراک او څښاک وکړئ، چای، قهوه او نور ګرما څښاک زیات کړئ، له یخو اوبو، ایس کریم او نورو څیزونو پرهیز وکړئ، دغه راز په ژاولې ژولو یا شېبه په شېبه اوبو څښلو سره مو ستونی لوند ساتئ.

اړینه نه ده ټولې اغوستونکي جامې او کالي هر وخت پریمنځئ، ددې لپاره د لمر وړانګې یا د اوتو تودوخه کولی شي له جامو څخه ویروس لرې کړي.

کرونا ویروس پر بېلا بېلو سطحو له ۶ څخه تر ۲۰ ساعتونو ژوندی پاتې کیږي، په فلزي سطحه له ۱۲ څخه تر ۲۰ او په رخت او ټوکر له ۶ څخه تر ۱۲ساعتونو پاتې کیدلی شي، مګر د فولادو په سطحه تر ۲۰ ورځو پاتې کیږي، د یاد څیزونو له استعمال وروسته مو لاسونه پر صابون پریمنځئ.

کرونا ویروس حرکت نه کوي، له سالم او روغ پوستکي نشي تیریدی، پر پوستکي یوازې د لسو دقیقو لپاره پاتې کیږي، که دسمال یا دستکشې نه لرئ نو لاسونه مو پوزې او خولې ته مه وړئ.

کرونا ویروس په کومه تودوخه کې ژوند کوي؟

کرونا ویروس زیاتره په یخه هوا کې ژوند کوي، له صفر ښکته تر منفي ۶۰ پورې ژوند کوي او له صفر پورته په مثبت ۳۰ کې له منځه ځي.

ددې سربېره عامه ځایونو او ګڼې ګوڼې ته له تګ څخه ځان ژغورل، د ماسک استعمالول، د پرنجي پرمهال مخ، پوزې او خولې ته دسمال نیول، او د بدن دفاعي سیستم پیاوړی ساتل مو هم له کرونا ویروس څخه ژغورلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x