نړۍ

عراق: د امريکايي الوتکو په برید کې ګڼو ایران پلوو ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): امريکايي الوتکو په عراق کې د ایران پلوو ملېشو پنځه پوځي هدفونه په نښه کړي او ګڼو ملېشو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د امريکا دفاع وزارت وايي، دا برید يې وړمه ورځ د عراق په شمال کې د ايتلافي ځواکونو پر تاجي پوځي اډې د راکټي بریدونو په ځواب کې کړی دی.

عربي رسنۍ وايي، امريکايي الوتکو د عراق پلازمېنې بغداد جنوب جرف الصخر، همدارنګه صلاح الدين او بابل  سيمو کې هم د ايران پلوو حزب الله ملېشو پر مرکزونو بریدونه کړي او ګڼو ملېشو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

وړمه ورځ د ايتلافي ځواکونو پر اډې راکټي برید کې یو امريکايي، یو برتانوی عسکر او يو امريکايي قرادادي وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان شوي وو.

د دغو راکټي بریدونو پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو د امريکا دفاع وزارت وايي، ښايي د برید تر شا د ايران پلوو ملېشو لاس وي.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنيت ميک کنزي تېره  ورځ د کانګریس استماعيه غونډې ته وويل، چې حزب الله وسله واله ډله په عراق کې د ایران نيابي جګړه ماران دي او پخوا يې هم په عراق کې پر امريکايي هدفونو بریدونه کړي دي.

د امريکا دفاع وازرت ويلي، د حزب الله ډلې پر مرکزونو په هوايي برید کې يې هغه هدفونه په نښه کړي، چې پر ايتلافي ځواکونو د بریدونو لپاره کارول کېدل.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر له دې برید وروسته ويلي، واشنګټن پر خپلو خلکو، ګټو او متحدينو هېڅ ډول برید نه شي زغملی او د دې لپاره هر ډول ګام اخيستو ته تيار دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۲۰ کال د جنوري مياشتې په پيل کې، چې د ایران القدس ځواکونو مشر قومندان جنرال قاسم سليماني د بغداد نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په برید کې ووژل شو او تر هغې وروسته په سيمه کې وضعيت ترينګلی دی.

د قاسم سليماني له وژنې وروسته د جنوري په اتمه ایران د عراق په شمال کې پر دوو امريکايي اډو توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله يې شاوخوا سل امريکايي پوځيان په ذهني رنځونو اخته شول، خو له دغه برید وروسته تهران او واشنګټن د يوه بل پر ضد رسمي برید نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x