ورزش

د هند غوره ليګ سيالۍ د کرونا له کبله وځنډيدې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): د هند غوره ليګ (IPL) ادارې شېبه وړاندې خبر ورکړ چې د کرونا ويروس له کبله ددغه ليګ سيالۍ د مارچ له ۲۹مې تر اپريل ۱۵مې وځنډيدې.

ټاکل شوی وه چې د هند تجارتي ليګ د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه پېل شي، خو په دغه هېواد کې د کرونا ويروس خپريدو له کبله سيالۍ وځنډيدې.

له دې وړاندې د هند حکومت له ای پي ايل ادارې غوښتي وو تر څو د سياليو په هکله پريکړه وکړي، چې يا يې لغوه او يا يې هم د‌ بهرنيو لوبغاړو په نه شتون د بندو دروازو ترشا ترسره کړي.

بل لوري ته په پاکستان کې تجارتي سيالۍ (PSL) پېل شوي، مګر د کرونا ويروس له ويرې بهرني لوبغاړو يادې سيالۍ نيمايي کې پريښودې او لوبغاړي خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

دغه راز نن د جمعې په ورځ د استرالیا او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ د لوبغاړو په نه شتون یا د بندو دروازو ترشا ترسره شوه.

همدارنګه د انګلستان او سریلانکا ترمنځ دوه ټیسټ سیالیو لوبلړۍ هم د کرونا وبا له کبله وځنډیدې.

ددې سربېره د کرونا وبا له کبله نږدې په ټوله نړۍ کې سپورتي فعاليتونه، غونډې، تعليمي مرکزونه او داسې نور د ټاکلې مودې لپاره ځنډیدلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close