روغتیانړۍ

د کرونا ويروس وېره؛ خيبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند ايالتونو کې ښوونيزې ادارې وتړل شوې

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند ايالتونو چارواکي وايي، د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې په درې واړو ايالتونو کې ښوونيزې ادارې تړل شوي دي.

د پښتونخوا د عامې روغتيا وزير تيمور سليم د اطلاعاتو له وزير اجمل وزير سره ګډې خبري ناستې ته وويل، چې سر له نن «د مارچ ۱۳» تر راتلونکو پنځلس ورځو به ټولې ښوونيزې ادارې تړل شوي وي.

تيمور سليم له ټولو زده کوونکو او محصلینو غوښتي، چې شپه غالي «ليليې» خالي کړي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا ايالتي چارواکي وايي، تر اوسه په دې ايالت کې د کرونا کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د احتیاطي تدابیرو له امله يې تر راتلونکو پنځلس ورځو د ټولو ښوونيزو ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده.

همدارنګه تېره ورځ د سیند ايالتي حکومت هم پرېکړه کړې، چې تر راتلونکو دوه نيمو مياشتو به ټولې ښوونيزې ادارې تړل شوي وي.

د سيند اعلی وزير سيد مراد علي شاه تېره ورځ د ايالتي کابينې په غونډه کې له مشورې وروسته وويل، ټولې ښوونيزې ادارې به د مې مياشتې تر ۳۰مې نېټې تړل شوي وي.

همدارنګه د بلوچستاني ايالتي مسؤولينو هم د يوې اعلاميې په خپرولو ټولو شخصي او حکومتي ښوونيزو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د روان مارچ تر ۳۱مې دې خپل فعاليتونه وځنډوي.

پاکستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی، چې دوه تنه يې بېرته رغېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x