روغتیانړۍ

کرونا ویروس؛ کویت مسجدونو کې پر جمعه لمونځ بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): د کویت د اوقافو وزارت د کرونا ویروس د مخنیوي په پار په دغه هېواد کې د نامعلومې مودې لپاره پنځه وخته په جمعه لمونځ بندیز ولګاوه.

کویت یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس پېښې په کې ثبت شوي، تر دې مهاله په دغه هېواد کې د کرونا وبا نږدې ۱۰۰ پېښې ثبت شوي او ۹۵۰ کسان په ځانګړو ځایونو کې قرنطین شوي دي.

د یادې پریکړې سربېره د اوقافو وزارت وایي چې په مسجدونو کې به یوازې اذان ترسره کیږي خو خلک نشي کولی د لمانځه لپاره مسجد ته راټول شي. دغه راز له نن ورځې (۱۳ مارچ) څخه د عامه پارکونو تړلو پریکړه هم شوې ده.

د کویت د اطلاعاتو وزارت عامو خلکو او اوسیدونکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو او له اړتیا پرته له کورورنو د بهر نه وتلو سپارښتنه کوي.

کویت له دې وړاندې د مارچ ۱۲مې نېټې څخه تر ۲۶مې پورې د عامې رخصتۍ اعلان کړی و او نن له جمعې وروسته به تجارتي الوتنې هم ودروي.

له کویت وړاندې ایران هم لومړی د جمعې لمونځ بیا د پنځه وخته جمعې لمونځ پر ادا کولو بندیز ولګاوه، تر څو د کرونا ویروس مخنیوی وکړي.

د ایران روغتیا وزارت په نوې اعلامیه کې وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغه هېواد کې پر کرونا وبا ۱۱۳۶۴ کسان اخته شوي او د مړو شمېر یې ۵۱۴ ته پورته شوی دی.

هیره دې نه وي، اوسمهال له چین څخه بهر ایټالیا یوازینی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر یې په چټکۍ روان دی، ددغه هېواد مرکزي ښارونه بند شوي او نږدې ټول ولس په خپلو کورونو کې قرنطین شوی دی.

په ټولیزه ډول د کرونا له کبله د نړۍ په شاوخوا کې له ۱۳۰زرو زیات کسان اخته شوي چې له ډلې یې له ۵زرو زیات وژل شوي او له ۷۰زرو زیات یې بیرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x