افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی احضار کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی «تدامیچي یاماموتو» احضار کړی.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي، چې یاماموتو نن د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست «هارون چخانسوري» له لارې احضار شوی او ور یاده شوې، چې د افغانستان د سیاسي مسایلو په اړه بحث باید د افغانستان له اساسي او نړیوالو قانونو سره سم وي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، چې اشرف غني د افغانستان منتخب ولسمشر دی، د ولسمشرۍ لوړه یې کړې او د یوه وسیع او پراخ حکومت د جوړولو په لټه کې دی.

د اعلامیې په بنسټ، د چخانسوري د څرګندونو په بدل کې یاماموتو څرګنده کړې، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له موازي حکومت ملاتړ نه کوي او ده له سیاسیونو سره په خپلو لیدنو کې په همدې دریځ ټینګار کړی.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د یاماموتو د احضار لامل نه دی ذکر شوی؛ خو نوموړی وروسته له هغه احضارېږي، چې دوې ورځې وړاندې یې د سپېدار له ولسمشر «عبدالله عبدالله» سره ولیدل او د یوه وسیع او همه شموله حکومت په جوړولو یې ټینګار وکړ.

یاده دې وي، چې د روانې میلادي میاشتې په نهمه نېټه اشرف غني او عبدالله عبدالله هم مهاله د ولسمشرانو په توګه لوړه وکړه او دا مهال هر یو ځان د ولس منتخب شوی ولسمشر ګڼي او د یو بل په مخالفت کې فرمانونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه او فاسده اداره بس د 3## اداره ده ناتو او امریکایی جنرالان ورسره همجنسبازی کوی لمړی ژباړن، بیا ویاندان او له هغه وروسته سرپرستان او مشاورین یا دامنیت مشر او داسی نور جوړ شی. د کابل غلامه اداره کی اسانه لیار عصری میکپ پاندی خرڅه او بیا لکه د خواشي د کور په شان لوی لوی خبری یعنی د نورو هیوادو د دیپلوماتو وزیرانو په شان خبری یا لاپی کول دی چخانسوری ## ته ګوره او دملګرو ملتو نماینده احضارولو ته ګوره !!!!!!د ملګرو ملتو اداره له امریکا او ناتو وروسته دریم اشغلګر تشکیلوی چه غلامه اداره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x