افغانستان

يو ځل بيا د غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت لپاره سلامشورې روانې دي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): تېره اونۍ د کابل حکومت دوو ولسمشرانو اشرف غني او عبدالله په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ لوړې وکړې، خو اوس داسې راپورونه ترلاسه شوي، چې دواړه د ګډ حکومت لپاره په سلامشورو بوخت دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د ارګ نيم ولسمشر اشرف غني هم د ګډ حکومت جوړولو ته هيله من دی.

د ارګ وياند لطيف محمود ويلي، ولسمشر غني د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره هيله من دی او په دې لړ کې سلامشورې هم روانې دي.

د ارګ د دوهم نيم ولسمشر عبدالله عبدالله پلويان هم وايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر استاد عبد رب الرسول سياف په سپېدار ماڼۍ کې د روان بحران د پای ته رسولو په موخه له عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

په تېرو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړي او حزب اسلامي مترقي افغانستان ګوند مشر حاجي دين محمد ويلي، اوس دا هڅې روانې دي، چې ډاکټر صیب عبدالله او ډاکټر صیب غني څنګه يو ګډ حکومت جوړ کړي.

د استاد سياف وياند مسعود ترشتوال هم رسنيو ته ويلي: «خبرې د ستونزو او روان بحران د حل لپاره روانې دي او منځګړي د داسې يوه حل په لټه کې دي، چې ټولو دخيلو اړخونو ته په کې قناعت ورکړل شي.»

د ګډ حکومت د جوړېدو راپورونه په داسې حال کې ترلاسه شوي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ويلي، امريکا يوازې د هغه حکومت ملاتړ کوي، چې عبدالله عبدالله يې هم برخه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x