افغانستانسولې اړوند خبرونه

جرمني په افغانستان کې خپل ماموریت وغځاوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د جرمني پارلمان په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې خپل ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کړ.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي «مارکس پوتزل» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د هیواد پارلمان یې د ناټو په مشرۍد قاطع ماموریت په چوکاټ کې د جرمني  د ماموریت موده د ۲۰۲۱ کال تر مارچ میاشتې پورې وغځوله.

د پوتزل په خبره، دا کار په څرګند ډول ښيي، چې جرمني افغانان د سولې او ثبات د هڅو په لاره کې یوازې نه پرېږدي.

یاده دې وي، چې جرمني د افغانستان په جګړه کې د ناټو له مهمو بسپنه ورکوونکو څخه شمېرل کېږي او په داسې حال کې یې د ماموریت موده غځېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید په راتلونکو څوارلس میاشتو کې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close