افغانستان

امریکا: د کابل حکومت امنیتي ځواکونو له ماشومانو جنسي استفادې کړې

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو د کابل حکومت تورن کړی، چې بشري حقوقو ته یې بشپړ درناوی نه دی کړی او ځواکونو یې په ډېرو مواردو کې انساني حقوق تر پښو لاندې کړي او له ماشومانو یې جنسي استفاده کړې.

د کابل نیوز په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بشري حقوقو په اړه خپاره شوي کلني راپور کې راغلي، چې د افغان حکومت له لوري د قانون حاکمیت ته احترام نه دی ساتل شوی، بشري حقونه په جدي ډول سره نقض شوي او هغه امنیتي مسئولین یا چارواکي چې حقوق یې نقض کړي د قانوني مصئونیت تر نامه لاندې له عدلي څار برائت ورکړل شوی او د عدالت مېز ته نه دي را کش کړل شوي.

راپور ددې تر څنګ دولتي امنیتي ځواکونه تورن کړي، چې ماشومان یې د جنسي استفادې په موخه په خپلو لیکو کې ځای کړي، په ځینو مواردو کې یې خلګ اجباري تښتولي، شکنجه کړي او یا یې هم پرته له کوم دلیله یې خلګ توقیف او زندان ته اچولي.

راپور کې وړاندې ویل شوي، چې د مالوماتو نه ورکړه، پراخ مالي فساد او په دولتي ادارو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي، چې د بشري حقونو جدي نقض بلل کېږي.

د دولتي ځواکونو تر څنګ د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې هم تورنې شوې، چې انساني حقونو ته درناوی نه لري او په ځینو مواردو کې له ماشومانو د جګړې استفاده کوي.

بل لور ته د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون هم دا  راپور تائیدوي، ددې کمېسیون ویاند «شکرالله مشکور» ازادي رادیو ته ویلي «د ملکي تلفاتو مخه نه نیول، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کول او ګڼ نور موارد د اندېښنې وړ دي، موږ لا له وړاندې په دې اړه راپورونه شریک کړي.»

د مشکور په خبره، کله چې د بشري حقونو د نقض خبره کېږي، مطلب یې دادی، چې دولت خپل مسئولیت په سمه توګه نه دی اداء کړی.

حقوق پوه او د سیاسي چارو شنونکی «عبدالشکور دادرس» وایي، تر هغه مهاله چې یو حاکم او مقتدر دولت ونلرو، بشري حقونه خوندي کېدای نشي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، دولتي ځواکونه د انساني حقوقو په نقض تورنېږي، تر دې وړاندې هم د دولت تر نامه لاندې د صفر یو او صفر دوه قطعو عسکر د افغانانو په وژلو، شکنجه کولو او د هغوی د حقوقو په نقض کولو تورن وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x