روغتیانړۍ

کرونا ويروس؛ پاکستان د مارچ له شپاړسمې افغانستان سره ټولې لارې تړي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د کرونا ويروس مخنيوي لپاره به د روانې مارچ مياشتې له ۱۶مې نيټې افغانستان سره ټولې لارې وتړي.

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د عالي سياسي او نظامي رهبري د امنيت شورا په غونډه کې په ګډه توګه پريکړه وکړه چې د هیواد ټولې پولې وتړي او نړيوالې الوتنې محدودې کړي.

له دې وړاندې اوزبکستان او ترکمنستان هم د کرونا مخنيوي لپاره د افغانستان سره خپلې پولې تړلې وې.

په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا ويروس ۲۸ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان روغتيا وزارت ۱۰ پېښې تاييد کړي دي.

پاکستان له افغانستان سره له دې وړاندې د چمن پوله د يوې اونۍ لپاره تړلې وه خو اوس يې د ټولو پولو بندولو خبر ورکړی دی.

ددې سربېره د پاکستان حکومت تعليمي ادارې، پوهنتونونه، مکتبونه او مدرسې تر ۱۵ ورځو پورې تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ﴿۳۰﴾اوهغه څه چه ورسیږی تاسوته له مصیبت نه په وجه ددی چه کړی دی لاسونو ستاسی اودۍ معاپوی ډیر ګناهونه و هر [گونه] مصيبتى به شما برسد به سبب دستاورد خود شماست و [خدا] از بسيارى درمى‏ گذرد (۳۰) وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۳۱﴾اونه یی تاسوعاجزه کوونکی په مځکه کی،اونسته ستاسودپاره دالله نه څوک کارساز اوڅوک مدد کار.(۴۲ سوره الشورا-۳۰څخه ۳۱) دادۍ جواب دهغی چه کورونا پرچا نازلیږی دهغودپاره چه پرقرآنکریم ایمان لری. داآیات شریف زماهمسایه راواستاوۍ چه دکرونا دم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x