روغتیانړۍ

ايټاليا کې کرونا وبا په يوه ورځ «۲۵۰» تنه وژلي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۸ل): کرونا ويروس ايټاليا هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «۲۵۰» تنه وژلي چې په دې سره يې ټوليزه شمېره «۱۲۶۶» تنو ته ورسېده.

له چين وروسته ايټاليا يوازينی هېواد دی چې د کرونا وبا په کې په پراخه کچه خپره شوې، يوازې په شل ورځو کې يې د مړينې شمېر ۱۲۶۶ تنو ته او د اخته کسانو شمېر له ۱۵زرو پورته شوی دی.

دغه‌ډول فرانسه کې په تيرو څلورويشت ساعتونو کې له ۸۰۰ زياتې نوې پيښې ثبتې شوي، په دې سره د اخته کسانو شمېره ۳۶۶۱ تنو ته ورسېده.

امريکا د کرونا ويروس له کبله هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړ، د ولسمشر ټرمپ په دوه نږدې کسانو کې هم د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي، داسې انګيزې دي چې ټرمپ به هم ډير ژر قرنطين شي.

له دې وړاندې د کاناډا لومړي وزير جستن ترودو ميرمن کې هم د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې وه، چې وروسته دواړه په کور کې قرنطين شوي دي.

چين کې د نورو هېوادونو په پرتله حالات مخ پر ښه کېدو دي.

کويت، ايران او عراق د کرونا مخنيوي لپاره په مسجدونو کې پر جمعه لمونځ بنديز لګولی دی.

نږدې په ۱۳۰ هېوادونو کی هره ورځ پر کرونا له لسو زيات کسان اخته کيږي، په داسې حال کې چې په اروپايي هېوادونو کې دغه شمېره له بل هر ځای زياته او ويروونکې ده.

پاکستان هم له ايران او افغانستان سره بشپړې پولې تړي، په دغه هېواد کې د کرونا ويروس ټولې پيښې نږدې ۳۰ تنو ته رسيدلي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي اروپا د کرونا وبا اصلي مرکز وګرځول شو. ددوی په وينا که هېوادنه جدي ګامونه پورته نه کړي له سخت ګواښ سره به مخ شي.

بايد وويل شي چې تر دې دمه د کرونا ويروس پېښې نږدې ۱۵۰زرو ته رسيږي او د مړو شمېره يې له ۵زرو پورته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x