روغتیانړۍ

ټرمپ په امریکایانو باندې د «دعاء» غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د مارچ پنځلسمه د دعاء ملي ورځ نومولې او له ټول امریکایي ملت یې غوښتي، چې په دې سخت حالت کې دعاګانې وکړي.

ټرمپ په خپل ټویټر خوښې ښودلې، چې د مارچ پنځلسمه د دعاء د ملي ورځ نوموي او زیاته کړې یې ده «موږ هغه ملت یو چې د تاریخ په اوږدو کې مو د خپل ځان د ساتنې لپاره د اوس په څېر سختو حالاتو کې د الله حفاظت او قوت ته سترګې اړولې.»

نوموړي زیاته کړې «مهمه نه ده، چې ته چېرې يې؛ خو زه له تا غواړم، چې دعاء وکړې، موږ به په ګډه بریالي کېږو.»

ټرمپ داسې له خلګو د دعاء غوښتنه کوي، چې د «کرونا» ناروغي په نړیوالې وباء بدله شوې، ورځ تر بلې په نړۍ کې د پراخېدو په حال کې ده ، زرګونه کسان یې وژلي، سلګونه زره ورباندې اخته دي او د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان په ګډون تر ۱۱۵ زیات ملکونه یې لاندې کړي.

په امریکا کې تر دې دمه ۱۶۷۸ تنه دې ناروغۍ وژلي. ولسمشر ټرمپ په ټول هیواد کې بېړنی وضعیت اعلان کړی او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې یې پنځوس میلیارده ډالر بودیجه غوښتې.

په افغانستان کې ددې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوي، خو تر دې اوسه د کوم کس د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close