نړۍ

فنلنډ کې له افغانستان سره د مرستو لپاره نړيوال کنفرانس جوړيږي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): په فنلنډ کې له افغانستان سره د مرستو لپاره نړيوال کنفرانس جوړيږي.

د فنلنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي، له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره په ګډه د روان کال په نومبر مياشت کې له افغانستان سره د مرستو لپاره نړيوال کنفرانس جوړوي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبيا د فنلنډ له لوري د دې کنفرانس په جوړولو له دغه هېواد څخه مننه کړې ده.

فنلنډ له افغانستان سره د مرستو نړيوال کنفرانس د جوړولو اعلان په داسې حال کې کړی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له افغانستان سره د شوو ميلياردونو ډالرو د مرستو په اړه مرستې ورکوونکي دولتونه او جهتونه وايي، دا مرستې تر ډېره د فساد ښکار کيږي.

افغانستان لپاره د امريکا د مرستو د څار ادارې «سيګار» او نورو مرستندويه جهتونو په خپلو مکررو راپورونو کې ويلي، له افغانستان سره کېدونکې مرستې تر ډېره د مفسدينو لاسونو ته غورځي او د مرستو په وروستيو کنفرانسونو کې له افغانستان سره د مرستو ورکوونکو جهتونو شرطونه د پخوا په پرتله سخت شوي وو.

په کابل کې د امريکا مخکيني سفير جان بس هم د خپل ماموريت په وروستيو کې په ارګ کې يوې غونډې ته ويلي و، چې امريکا او نړيوالې ټولنې پر افغان حکومت باور له لاسه ورکړی او لامل يې په حکومتي بنسټونو کې پراخ فساد بللی و.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د مرستو په اړه جوړېدونکی کنفرانس ژمنې به څومره عملي وي او که يوازې همداسې ژمنې به پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x