افغانستان

تېره میلادي میاشت نږدې اووه سوه دولتي کسان له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، په تېره میلادي میاشت «فبروري» کې د حکومت سلګونه کارکوونکي ورسره یو ځای شوي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه  ۶۸۴ کسان د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو په بېلابېلو ولایتونو کې، له بېلو، بېلو ادارو راوتلي او له مختلف النوعه وسلو سره یو ځای طالبانو ته ورغلي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .»

د خبرپاڼې په بنسټ، ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ

سلګونه حکومتي کارکوونکي داسې مهال د حکومت له لیکو راوزي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاه» عمومي عفوه اعلان کړه او یاده یې کړه، چې له طالبانو سره جنګېدلي خلګ دې نور توبه وباسي او ددوی له لوري هيڅ خطر ورته متوجه نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x