نظــر

د سعودي شاهي خاندان مشکلات، د واک پر سر رقابتونه او د شهزادګانو نیونې

عزام مهاجر

د سعودي د شاهي خاندان د سرکرده افرادو نیولو بې شمېره پوښتنې راولاړي کړي دي چې هغه کوم عوامل کېدی شي چې پر اساس یې سعودي حکومت ورته اقدام ته اړ شو؟! د سعودي په شاهي محکمه کې د دسیسو هڅو او که د واک د له لاسه ورکولو اړوند د محمد ابن سلمان اندېښنو؟؟!

ډېری څېړونکي پر دې باور دي چې د شاهي خاندان د دوو بااثره شخصیاتو، احمد بن عبدالعزیز، د شاه سلمان کشري ورور، او محمد بن نایف، پخواني ولیعهد او وزیر داخله، نیول د محمد ابن سلمان هڅه ده، تر څو هغوی له ساحې لري کړي او پر واک خپله قبضه ټینګه کړي. د نیویارک ټایمز د ریپورټ پر اساس یاد دواړه کسان یوه اونۍ مخکي ونیول شول خو د سعودي چارواکو له لوري یې نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي چې د بندي کولو اسباب یې څه وو.

اصل قضیه داسې ده چې له شاه سلمان وروسته د راتلونکي سلطنت اصل وارثان احمد بن عبدالعزیز او یا محمد بن نایف دي. همدا احمدد شاهي خاندان د فرمانبردارۍ دکونسل له درو غړو څخه یو دی چې په ۲۰۱۷ کې یې د محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه منلو څخه انکار وکړ؛ په څرګنده پرې نیوکې کوي او په یمن کې د شاهي کړنو مخالفت کوي. خو شاه سلمان خپلي ناروغی او آخري عمر ته په کتلو غواړي چې د یادو دوو کسانو پر ځای پاچاهي خپل زوی محمد بن سلمان وټاکي او سلطنت په میراثي توګه هغه ته انتقال کړي. د سلطان عبدالله پخواني مشاور، چې د شاهي خاندان سره ژورې اړیکې لري، الجزیرې ته ویلي چې شاه سلمان هر کال خپل کشر ورور احمد بن عبدالعزیز محکمې ته طلبوي او هڅوي یې چې د راتلونکي سلطنت لپاره د هغه زوی محمد د پاچا په توګه ومني. خو احمد د محمد له بیعت منلو څخه انکار کوي او وایي چې زموږ د پلار د خوښي پر اساس د تخت اصل حقدار محمد نه بلکې زه یم.

د احمد بن نایف او احمد بن عبدالعزیز شتون او په ځانګړي ډول له بیعت څخه د احمد انکار د محمد بن سلمان سره دا وېره پیدا کړې چې هسي نه د پلار له مړینې وروسته یې خاندان د هغوی شاوخوا راټول شي او له نوموړي څخه سلطنت قبضه کړي. محمد بن سلمان چې په غربي نړۍ کې یې ټرمپ ښه ملګری دی، وېره لري که چېري د امریکا په متحده ایالتونو کې د ډونالډ ټرمپ د صدارت پر مهال نوموړي ته د سلطنت چانس ورنه کول شي، بیا به کله هم موقع ونه مومي. پر همدې اساس محمد بن سلمان یاد دوه کسان بندیان کړي او په راتلونکې کې یو ځل بیا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ هیله لري چې په هغه دوره کې د ځان سلطنت یقیني بولي. د عبدالله مشاور الجزیرې ته ویلي چې د شاهي خاندان د افرادو د نیولو تر شا اصل لامل همدا دی.

سعد الفقیه، د سعودي مخالف او په عرب کې د اصلاحاتو د تحریک مشر، ویلي چې ابن سلمان اندېښمن دی چې که ټرمپ دا ځل انتخابات ونه ګټي، د نوموړي پلویان به نور هم کم شي، ځکه چې له ټرمپ پرته په امریکایي اداره کې هیڅوک هم د نوموړي تأیید نه کوي. پخواني یو ایس انټیلي جنس افسر ګلین کارل په یمن کې د منځنۍ جګړو او د سیمې د خراب وضعیت اړوند خبرو پر مهال وویل چې که امریکایي انتظامیه بدله شي، غالبه ده چې د سعودي سره د واشنګټن اړیکې هم بدلې شي. هغه مهال به پر سعودي له نړیوالو چارو څخه د محمد بن سلمان د لري کولو په باب نور هم فشار زیات شي او د سعودي د ځینو کړنو اړوند به یې پالیسي بدله شي.

الجزیرې ته د سعد په وینا ښايي احمد خپلو وراره ګانو ته د محمد له سلطنت څخه د انکار کولو خبرې کوي او هغوی ته هم توصیه کوي چې ورته انکار ته مټې رابډ وهي او همدا د نوموړي د نیول کېدلو لامل دی.۷۸ کلن احمد بن عبدالعزیز د ډېرو په نزد د شاهي تخت حقدار بلل کیږي. همداراز د محمد بن نایف په اړه هم ډېری شنونکې دا نظریه لري چې ښایي شاهي تخت ته ورسیږي، ځکه چې نوموړی په خارجي نړۍ کې زیات ملګري او ډېر اثر و رسوخ لري. ښایي د ټرمپ د نه انتخاب په صورت کې خارجي نړۍ هم په سعودي کې د محمد بن نایف په انتخاب کې همکاري وکړي اود هغه مشرۍ ته لاره اواره کړي.

کارل وایي:«نایف په امریکایي او برطانوي انټیلي جنس ادارو کې ښې او قوي اړیکې لري؛ هغه یو مدمقابل ځواک دی. په داسې حال کې چې د محمد تر شا کوم داسې ځواک نشته. د امریکا او برطانیې لپاره نایف د تخت غوره مستحق بلل کېدی او د هغوی په ګټه وو، ځکه چې د نوموړي د ولیعهدۍ په ټوله دوره کې د سعودي اړیکې د امریکا او برطانیې سره خوندورې او موافقې وې.»

عالم او د سعودي د سیاسې چارو کارپوه علي الاحمد ویلي چې محمد بن نایف نه یوازي دا چې د تخت لپاره یو ځواکمن هڅه کونکی دی، بلکې په سعودي کې دننه او دباندې ښې او ژورې اړیکې هم لري.

نوموړی وایي:«ښایي ابن نایف توطیې جوړوي تر څو له محمد بن سلمان څخه ځان خلاص کړي ابن نایف په سلطنت کې د ساتنې او حفاظت د څانګې یو تجربه کار فرد هم دی. نوموړی د سي آی اې د پخوانیو چارواکو ملاتړ هم لري او د ابن سلمان خلاف توطیه کې به ورسره پوره همکاري وکړي.»

د سعودي مخالف او د سعودي د شاهي هوایي ځواک پخواني غړی یحیی اسیري هم ورته یادونې کوي او الجزیرې ته یې ویلي چې د ابن سلمان مخالفتونه نه یوازي په کور دننه، بلکې د کور دباندې هم زیات شوي دي. د کور دننه او دباندې ډېری ځواکونه نه غواړي چې ابن سلمان دي واک ته ورسېږي.

نوموړی وایي:« که د امریکايي ادارې غړي وي او که برطانوي چارواکي، هر یو اندېښمن دی چې که محمد ابن سلمان واک ته ورسېږي دا به په سېمه کې نور هم عدم استحکام رامنځته کړي. نوموړی د قطر په خلاف د موقف، په یمن کې د کړنو او جمال خاشقجي د وژني له امله خطرناک بلل کیږي. ورته کړنې هر ایتلافي دې ته هڅوي چې د نوموړي پر ځای بل متبادل واک ته ورسوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x