افغانستان

طالبان: داعش مرموزه ډله ده، د ولسونو تر منځ د نفرت پیدا کولو او نړیوالو ته د خطر پېښولو فرصت په لاس نه ورکوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، داعش مرموزه او ظالمه ډله ده او دوی به دا ډله کله هم په افغانستان کې دننه فعالیت کولو ته پرېنږدي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «داچې د داعش په نامه ډله یوه مرموزه او ظالمه ډله ده، اسلامی امارت د الله تعالی په نصرت او د افغان مجاهد ملت په ملاتړ د افغانستان له مختلفو سیمو څخه شړلې او تراوسه یوازې د هیواد په محدودو شرقي سیمو کې پاته وه چې په مقابل کې يې تصفیوي عملیاتو جریان در لود او بلاخره یې مرکزونه تصفیه شول.»

د طالبانو په خبره، دوی دې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت کولو اجازه نه ورکوي او کلکه اراده لري، چې دا ډله په بشپړ ډول له منځه یوسي.

خبرپاڼه زیاتوي «د اسلامي امارت مشرتابه له خپل مجاهد ولس څخه غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره نور هم اوږه په اوږه ودریږي او یادې ډلې ته دهيڅ ډول جلب اوجذب، روزنې، بسپنې او نور فعالیت اجازه ورنه کړي، ترڅو ونه توانیږي چې په افغانستان کې د بې ګناه خلکو وینې وبهوي د ولسونو ترمنځ کرکه او اختلاف رامنځ ته کړي او یا هم افغانانو او نړیوالو ته له افغانستان څخه تهدید متوجه کړي.»

یاده دې وي،  طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې کنړ ولایت کې یې داعش ډله په بشپړ ډول له منځه وړې.

تر دې وړاندې هغوی په ننګرهار ولایت کې هم داعش مات کړی وو، چې وروسته یې حکومت هم د ماتولو ادعاوې وکړې او دا يې د خپلو ځواکونو لاسته راوړنه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x