افغانستانسولې اړوند خبرونه

افغان سیاسیونو د بین الافغاني مذاکراتو د ټیم په اړه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» او د سپېدار د ولسمشر «عبدالله عبدالله» په ګډون ګڼ شمېر سیاستوال د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د جوړېدونکي پلاوي د جوړښت په اړه د سلا مشورو لپاره راټول شوي.

دغه ناسته چې د سولې عالي شورا د مشر «کریم خلیلي» په کور کې برابره شوې وه، په حامد کرزي او عبدالله عبدالله سربېره د حزب اسلامي مشر «ګلبدین حکمتیار»، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر «صلاح الدین رباني»، د اجرائيه ریاست دویم مرستیال «محمد محقق» او انورالحق احدي هم پکې ګډون درلود.

د یک تلویزون د راپور په اساس، په دې ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د لېږل کېدونکي پلاوي د جوړښت په اړه بحث وشو.

تمه وه، د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته د مارچ په لسمه نېټه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي او شپږ زره تنه زندانیان د ټولو لورو تر منځ د باور د فضاء جوړولو په موخه ازاد شي؛ خو په کابل کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ ټاکنیزې ناندرۍ او د بندیانو له خلاصون سره د اشرف غني مخالفت هغه څه وو، چې بین الافغاني مذاکرات یې یوې نامعلومې مودې ته یووړل.

په ورته وخت کې د ارګ نیم ولسمشر لا هم نه دی توانېدلی، د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره یو ټولمنلی پلاوی وټاکي.

سرچینې وایي، د اشرف غني له لوري جوړ شوی پلاوی محدود دی او پرته له دې چې له سیاسي ګوندونو سره پکې مشوره وي، نوموړي په خپله خوښه ټاکلی او د سیاسي ګوندونو په استازیتوب یې له خپل لوري کسان ورته انتخاب کړي.

د شنونکو په باور، د سولې په اړه له افغان جهتونو سره د اشرف غني ژور اختلافات به د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې خنډونه وزېږوي او د حکومت مؤقف به نور هم د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x