افغانستانروغتیا

د هرات ولايت چارواکي: طالبان دې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنيوي لپاره اوربند وکړي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د هرات ولايت چارواکو اندېښنه ښودلې، چې له ایرانه د افغانانو د راستنېدو له امله په دغه ولايت کې د دې ناروغۍ د زياتېدو اندېښنه شته.

د هرات والي عبدالقيوم رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغانان لا هم ويده دي او کرونا ويروس يې د کور دروازې شاته رسېدلی دی او که پر وړاندې يې سر له اوسه جدي تدابير ونه نيول شي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به له حده ووځي.

د عبدالقيوم رحيمي په وينا که د کرونا ويروس د خپرېدو پر وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي، نو نه يوازې دا، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به زيات شي، بلکې له دې ناروغۍ د مړو کېدونکو خلکو شمېر به هم له توانه ووځي.

د هرات ولايت چارواکو له طالبانو هم غوښتي، چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي په موخه دې اوربند اعلان کړي او تر خپل واک لاندې سيمو کې دې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ته د فعاليت اجازه ورکړي.

د هرات والي زياته کړه، که د کرونا ناروغۍ د زياتېدو لړۍ همداسې روانه وه، له ديني علماوو به فتوا وغواړي، چې د جَمعې لمونځونو د رخصت لپاره فتوا ورکړي.

د وروستيو معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې يوولس تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي، چې يوازې شپږ تنه يې په هرات، درې په سمنګان، يوه يوه په بلخ او کاپيسا کې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Baset khan

دهرات والي دي توبه وباسي او ځان دي حق ته تسلیم کړي رادي شي مکمل دي داسلامي امارت بیعت وکړي نورخیراوخیرت دی هم به دیهودانو له غلامۍ خلاص وي او هم به ټوله سیمه ارامه وي دالله تعالی دین به خپوروي شرعي نظام به وي له هرڅه به هرڅوک په امان وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x