شعـــــرونه

ګران وطنه! تپاند زُهاد

تپاند زهاد

ای زما روحه زما تنه خدای دې تا راجوړ کي
چاپه، بمبار شهید وطنه خدای دې تا راجوړ کي

ته د ننګونو کور یې ځار دې له تاریخه شمه
ای د ابدال میرویس مسکنه خدای دې تا راجوړ کي

د اسیا زړه یې لکه زړه راباندې ګران یې ګله
کړې مو ستا هر وخت ساتنه خدای دې تا راجوړ کي

تا دې روزلي په خپل غېږه کې زمري د اسلام
ای د جهاد غیرت معدنه خدای دې تا را جوړ کي

رب دې ګلونه له بارودو څخه وساته نور
ښکلا ښکلا سپرلۍ ګلشنه خدای دې تا راجوړ کي

غلیم دې هر وخت په شرمونو شرمولی وي تا
د امپراطوریو ستر مدفنه خدای دې تا راجوړ کي

تپاند زُهاد دې خپلواکي د ربه غواړمه تل
ړوند شه په سترګو ستا دښمنه خدای دې تا راجوړ کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x