د سولې څارنظــر

سوله غني ته څو کلونه؛ خو زما ولس ته څو شیبې وخت غواړي!!!

شهاب لیوال

سوله څلویښت کلنه آجنډا او ډیالوګ دی چې د هر افغان د ژوند هیله او ارمان ګرځیدلی دی، سوله راغله او افغانستان له روسي اشغاله خلاصه د یو خپلواک او اسلامي نظام خاوند شو، ورورولي، اخوت او همپالنه نهادینه شوه، پاټکسالاري، وحشت او بربریت د تل لپاره له منځه لاړ.

خو د شل کلن انقلاب له پایلې وروسته یو بل ناورین یو بل انقلاب او یو بل اشغال پر مظلومو افغانانو وتپل شو، جګړه شروع شوه او سوله مروره، امریکا نولس کاله دلته تیر کړل خو د یاد اشغال هر ورځ تقریباً له سلو زیاتو افغان ځوانانو قرباني اخيستي او اخلي یې او دا لړۍ جریان لري.

سوله د هغه دردمنې کورنۍ هیله او آرزو ده چې په یاد ناورین او استعمار کې د خپل دوه، درې، څلور او پینځه د زړه ټوټې بچیان له لاسه ورکړي.

سوله د هغه فقیرې او ضعیفې کورنۍ هیله ده چې، خپلو بچیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ نه لري.

سوله د هغې کونډې هیله ده چې خپل خاوند یې د امریکایي اشغال په دفاع کې د څو ناچیزه ډالرو په بدل کې له لاسه ورکړې او له دې مظلومې هم په دولتي دفاترو کې جنسي غوښتنه کیږي.

سوله د هغه یتیم هیله ده چې خپل پلار یې د اشغال په مقابل سپیڅلي جهاد کې له لاسه ورکړی.

سوله د هغه ځوان او ځوانې هیله ده چې په یاد ناورین او جګړه کې یې خپله کورنۍ د امریکایي بمونو په لوخړو کې ورک کړي.

د ارګ په دایره کې محدود او محصور تش په نامه ولسمشر «اشرف غني» وايي،  د سولې پروسه اوږده موده او پراخه حوصله غواړي او د تطبیق لپاره وخت ته اړتیا لري.

غني دغه څرګندونې د پخواني پاټکسالار «عبدالعلي مزاري» د پنځه ویشتم تلین په مناسبت کې کړي.

غني ته سوله نه بلکه د هغه ناولی حکومت پینځه کاله وخت غواړي، غني ته سوله یو کاري او کمپایني اجنډا ده، ځکه نه افغاني احساسات لري نه د افغانانو عزت او عفت ورته ارزښت لري، نه یې کورنۍ دلته د بمونو په لمبو کې لولپه شوې.

سوله او د افغانستان برخلیک یواځې د افغانانو مسؤلیت او دنده ده چې په اړه یې کار وکړي ځکه جګړه له افغانانو قرباني اخلي او تیر اتلس کاله یې قرباني ترې اخستې.

غني او اداره دې په دې سرخلاص کړي، چې افغانان ددوی په شومو اهدافو او موخو پوهیدلي دي.

سوله څو کلونه نه، بلکه له څو شخصي غوښتنو تیریدل غواړي.

سوله یواځې افغانستان لپاره کار او د افغانانو په وژنو ویر او خفګان ښکاره کول او د جګړه مارو څیرو پر ضد ملي او دیني قیام کولو په ذریعه حاکمه کیږي، سوله څو ساعته څو شیبې او له څو تیروتنو تیرېدل غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

د اشرفي دا عکس خو دسي ښکاري چه کوم قطغني ساز ته خمُ چم كُوي

عبدالمالک همت

ډېري ښې خبري دي، اورښتيا هم «سوله یواځې دافغانستان لپاره په کار کولو او د افغانانو په وژنو ویر او خفګان ښکاره کولو او د جګړه مارو څیرو پر ضد ملي او دیني قیام کولو په ذریعه حاکمه کیږي، سوله څو ساعته څو شیبې او له څو تیروتنو تیرېدل غواړي.»

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x