شعـــــرونه

غزل؛ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

نښتر مې په سېلاب کې له سپین غرۀ رابهېدۀ
که نا ؟ زمـا په اوښـکو کې باڼه رابهېدۀ

یو ځوان طالب ستایلې او غوښتلې شهادته
د خولې نه يې ګبین غوندې خواږه رابهېدۀ

دې کونډې ناوې خپل شهید ارمان انځوراوۀ
په ګل ګل اننګـیو یې رانجــۀ رابهېدۀ

أخر دغه ماشوم شهید په څه شي دهشتګر وو؟
په شونډو یې هماغه شان شودۀ رابهېدۀ

بمبار کې د شهیدې ادې سر ته یو بچی
په زوره زوره ، زوره ژړېدۀ رابهېدۀ

غرور ستاسې د پلار هم لکه ستاسې پېنټاګان
یو وخت افغانستان کې سوزېدۀ رابهېدۀ

هېواده ستا نیول چې یې مغزو کې ګرځېدل
پرون یې همدې تړو کې ماغزۀ رابهېدۀ

جانانه ستا د هجر په غرمو کې ستا یادونه
زمــا په تـږي زړۀ لکه اوبه رابهېدۀ

د وخت تورو تیارو کې د یو روڼ سهار په هیله
مفــتون لکه د شمـعې بلـېدۀ رابهېدۀ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x