افغانستان

د کابل حکومت د طالب بنديانو خوشې کول بيا ځنډولي

نن ټکی اسیا ( شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني په مشرۍ د ارګ د نيم حکومت د ملي امنيت شورا وايي، د طالب بنديانو د خوشې کولو لړۍ يې تر يوه وخته ځنډولې؛ ځکه د هغوی په دوسيو د بیا کتنې اړتيا وه.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس د ملي امنيت شورا د ویاند جاوید فیصل په حواله ليکلي، چې د پنځلس سوه طالب بنديانو د خوشې کولو بهير د دوسيو د بیا کتنې له امله ځنډول شوی دی.

اسوشيټيډ پريس وايي، د امريکا او طالبانو په لاسليک شوې هوکړه کې، امريکا ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به پنځه زره طالب بنديان خوشې کیږي، خو اوس، چې حکومت د بنديانو د خوشې کولو بهير ځنډولی، ښايي دې سره د امريکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون هم زيانمن شي.

که څه هم د ارګ نيم ولسمشر اشرف غني تر دې وړاندې ويلي و، چې حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې د بنديانو خوشې کولو ته ژمن نه دی، خو تېره يکشنبه يې وويل، چې د ښه نيت له مخې به پنځلس سوه طالب بنديان خوشې کړي.

طالبانو د ملي امنيت شورا د وياند څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د اشرف غني د څرګندونو په خپل غبرګون کې ويلي و، د بنديانو د خلاصون ژمنه ورسره امريکا کړې او امريکا ته د سپارل شوي ليست له مخې ټول پنځه زره بنديان بايد په يوه وار دوی ته وسپارل شي.

طالبان وايي، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د باور جوړونې لپاره د پنځو زرو بنديانو خوشې کول اړين دي او تر څو، چې دا بنديان نه وي خوشې شوي، بین الافغاني خبرې به هم له خنډ او ځنډ سره مخ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x